د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د اوپیک غړو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د تېلو تولیدونکو هېوادونو باندې د امریکا د احتمالي بندیزونو پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي دغه غوښتنه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي، د تهران د تېلو صادرات به صفر ته راښکته کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پېزشکیان د اوپیک له عمومي منشي هیثم الغیث سره په یوه غونډه کې یادې څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړي چې ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان په لاسلیکولو سره پر ایران د ډېرو بندیزونو غوښتنه کړې.
ټرمپ وايي، هدف یې دا دی چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نکړي.
د ایران دولتي رسنیو په وینا، پزشکیان د الغیث سره په غونډه کې وویل: «زه باور لرم که د اوپیک غړي متحد وي او یوځای کار وکړي، نو امریکا به ونشي کولی چې په دوی یو باندې بندیزونه ولګوي او فشار راوړي.»
ایران دامهال په ورځ کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه بېرله خام تېل صادروي چې ډېری یې، چین ته صادرېږي.
د ایران د تېلو پر صادراتو د امریکا له لوري د بندیزونو په لګېدو سره به دغه چاره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو پر بیو خورا اغېز وکړي.