د اوکراین په ختیځ او سوېل ختیځ کې د روسیې د هوايي او ډروني بریدونو له امله لږترلږه ۲۷ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خونړۍ بریدونه سهشنبه، مې پنځمه شوي او د اوکراین د چارواکو په وینا په ځینو سیمو کې د روسیې له لوري هممهاله د بمونو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه هم شوي چې پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.
په زاپوریژیا ښار کې د سیمې والي ویلي چې د هوايي بمونو او ډرون بریدونو له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
د ښار چارواکي وايي چې د هستوګنې ودانۍ، د موټرو ترمیم مرکز او یوشمېر نور تاسیسات سخت زیانمن شوي او اورونه هم لګېدلي دي.
ځايي چارواکو ویلي چې د بریدونو پرمهال د روسیې له لوري په نښه شوي سیمې د ایران په ډیزاین شوې «شاهد» ډرونونو هم ویشتل شوي چې د بریدونو شدت یې زیات کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ختیځ دونېتسک سیمه کې د کراماتورسک ښار یوه برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. همدارنګه په دنیپرو کې هم د روسیې برید ۴ کسان وژلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي چې دا بریدونه «بېمعنا او قصدي ترهګریزې حملې» دي او ټینګار یې کړی چې روسیه د ملکي خلکو پر وړاندې بریدونه نه دروي.
بلخوا د روسیې له لوري اعلان شوی چې د مې په ۸ او ۹ نېټه به د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د مراسمو په مناسبت لنډ اوربند عملي کړي، خو اوکراین د دې په ځواب کې وړاندیز کړی چې له نیمې شپې څخه یو نامحدود اوربند پیل شي او مسکو دې ورته غبرګون وښيي.