د کورنیو ترمنځ د شخړو د حل په موخه په بدو کې د نجونو ورکړه د هېواد په ځینو سیمو کې یو له ناوړو دودو شمېرل کېږي چې لاهم دوام لري.
دې دود لاهم د ګڼو نجونو ژوند له ستونزو سره مخ کړی چې نه یوازې د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغوی رواني، ټولنیز او تعلیمي ژوند هم اغېزمنوي.
د کونړ اوسېدونکې ګل مکۍ چې ۲۹کاله عمر لري، وايي، شاوخوا پنځه کاله مخکې هغه مهال چې لاکوچنۍ وه، په بدو کې ورکړل شوې.
د هغې په خبره، د اوبو پر سر د کورنۍ شخړې چې له بلې کورنۍ سره په تاوتریخوالي واوښته د دې په قربانۍ تمامه شوه.
ګل مکۍ سلاموطندار ته وايي چې له دې پرته چې ورسره مشوره وشي، پلار او تره یې د سیمې د جرګې د پرېکړې له مخې، مقابل لوري ته واده کړه چې د راتلونکي ژوند ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شوې.
هغې د خپل اوسني تریخ ژوند کیسه داسې وکړه: «زه ډېره خفه وم، ژړا مې کوله، خو زما غږ چا وانه ورېد، ځکه پرېکړه مخکې شوې وه. په ظاهره شخړه حل شوه، خو د دواړو کورنیو تر منځ لا هم فاصله شته. اوس مې ژوند ستونزمن دی، د نوې کورنۍ سره عادت کېدل راته سخت دي. رواني فشار، د زده کړو نشتوالی، او کله ناکله بد چلند هغه ستونزې دي چې ورسره مخ یم. زما حقونه تر پښو لاندې شوي، ځکه زما له خوښې پرته مې د ژوند پرېکړه وشوه. کوم خاص اقدام مې نه دی کړی، ځکه نه ملاتړ لرم او نه هم د قانوني لارې په اړه معلومات لرم.»
د کونړ یوه بله اوسېدونکې خاټوله د خپل تره کور ته د شخړې په پایله کې واده شوې چې هره شېبه له کورني تاوتریخوالي سره مخ ده. د هغې په خبره، شپږ کاله وړاندې د جرګې مشرانو او د دواړو کورنیو سپینږیرو د همدې شخړې د حل لپاره د بدو قرباني شوه.
نوموړې وايي: «اوس زما ژوند ډېر ستونزمن دی، زه خوشحاله نه یم او له ذهني فشار سره مخ یم. زه له کورني تاوتریخوالي، محدودیتونو او رواني ستونزو سره مخ یم، همدارنګه خپلواکي نه لرم. زه دا احساس لرم چې زما حقونه تر پښو لاندې شوي دي، ځکه زما په اړه پرېکړه زما له خوښې پرته شوې. ما څو ځله فکر کړی، خو د کورنۍ فشار او دودونو له امله مې عملي اقدام نه دی کړی. ما قانوني لارې نه دي کارولي، ځکه چې له یوې خوا مې ملاتړ نه درلود او له بلې خوا د ټولنې دودونه او ویره خنډ ګرځېدلي.»
نوریه د کونړ اوسېدونکې ده چې په بدو کې د ورکړې له امله یې د زدهکړو لړۍ په نیمايي کې پاتې شوه. نوموړې ۲۸کاله عمر لري او وايي، چا یې غږ وانهورېده، د خپل راتلونکي د انتخاب حق ترې واخیستل شو او زدهکړې یې هم همداسې په نیمايي کې پاتې شوې.
هغې وویل: «هغه وخت ما ډېره وېره او خپګان احساسوه. نه پوهېدم چې زما راتلونکی به څه کېږي، او هېچا زما نظر ته غوږ ونه نیوه. زه له رواني فشار، تاوتریخوالي، او د ازاد ژوند له نشتوالي سره مخ یم. زما تعلیم هم نیمګړی پاتې شو. اوس هم له ستونزو سره ژوند کوم. ازادي نه لرم او ډېر وخت ځان یوازې او بې وسه احساسوم. زما د ژوند، تعلیم، او د خپل راتلونکي د ټاکلو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. ځکه چې ټولنیز فشارونه او د کورنۍ محدودیتونه ډېر دي. همدارنګه، د ملاتړ کومه قوي مرجع نه لرم چې مرسته راسره وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حقوقپوهان په بدو کې د نجونو ورکړه، د یوه جرم د پټولو لپاره د بل جرم کول ګڼي. د حقوقپوه رشیدخان شینواری وايي، په بدو کې د ښځو ورکول، هم د شته قوانینو له مخې جرم دی او هم اسلامي شریعت ورته اجازه نهده ورکړې.
نوموړی په دې باور دی چې دغسې کړنه د نجونو انساني کرامت ته سپکاوی دی او د شخړو په حل کې ترې یوازې د مال په توګه استفاده کیږي.
هغه وویل: «د جرم د ارتقاب له کبله د هغه عواقب بل چاته سرايت نه شي کولای، دغه حکم په قرآن کریم کې هم ذکر دی، ژباړه: هيڅوک د بل چاه د اوږو بار په خپلو اوږو نه وړي، او د دې ترڅنګ د هېوادونو په قوانینو کې هم دا موضوع ذکر ده، چې جرم يو شخصي عمل دي او د جرم ټول عواقب يوازې او يوازې هغه څوک چې د جرم مرتکب ګرځيدلی په هغه قابل د تطبیق دي او نور ته سرايت نه کوي. دغه موضوع د هېوادونو په جزایي قوانینو کې د جرم په توګه ګڼل کيږي. د افغانستان جزا کوډ ۶۴۰ ماده او همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون ۲۵ ماده دغه عمل د جرمونو په توګه ګڼي او همدارنګه د دغې اعمالو مرتکبين د مجازاتو وړ دي.»
بلخوا د کونړ د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اوریدو ریاست محتسب احسانالله محسن وايي، په شریعت کې د شخړو د حل لپاره د نجونو په بدو کې ورکول هېڅ ډول مشروعیت نهلري او دا کار ناروا عمل دی.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري هم په دې اړه فرمان صادر شوی چې په بدو کې د نجونو ورکول منع دي، نو له همدې امله دا عمل شرعاً جواز نه لري.
نوموړی زیاتوي: «ښځه چې عاقله او بالغه وي، دا په خپله نکاح کې خودمختاره ده، نو لحاظه دا په جبر نکاح کې نه شي ورکولی، که چيرته څوک دا کار وکړي، نو هغه محکمې ته مراجعه کولی شي. شرعا ناروا او ناجایز کار دی، که څوک دا کار کوی نو سزا يي همدغه ده چې موږ يې خپله د امربالمعروف رياست محتسبين هغه محکمې ته حواله کوو د هغې موضوع چې دی محکمې ته ليږو او د دې مخنيوي کوو او تر ډيره حده پورې ددې کارونو مخنيوي شوی دی دغه موضوعات تر ډيره پورې حل شوي دي، او اوس هم هڅې روانې چې دغه موضوعات چې په بشپړ ډول حل شي.»
د ټولنیزو چارو کارپوه احمدذکي په دې باور دی چې په بدو کې د ښځو ورکولو دود ژورې کلتوري او ټولنیزې ریښې لري چې د پخوانیو ناسمو دودونو او د ناپوهۍ له دوام سره تړاو لري.
نوموړی د عامه پوهاوي زیاتولو غوښتنه کوي چې له لارې یې ددغسې ناوړه دودونو کچه را ټیټېدلی شي. «عامه پوهاوی ډير زيات مهم دي په دې برخه کې، بلکل عامه پوهاوي د خلکو ذهنونه خلاصولی شي، هر هغه چا چې قتل وکړو، نو باید خپله په قتل ورسيږي او يا خپله سزا وويني. مېرمنې معصوم او بی ضرره خلک او د دې ټولنې نيمه قشر دی، او دغه ټولنه په ښځو آباده ده، نو د ښځو په بدو کې ورکول، خور او لور په بدو کې ورکول دا ښه خبره نه ده، او دا د جهالت تر ټول اوچت اوج دي که چیرې عامه پوهاوي وشي، خلکو ته معلومات ورکړل شي او هر څوک د خپل کړی کار سزا په خپله باندې وګوري، نو زما په نظر دا عدالت او انصاف دی او په دغه برخه کې به ښځينه طبقي ته خاص ضرر نه وي رسيدلي.»
په داسې حال کې چې قانون، شریعت او بشري ارزښتونه ټول په بدو کې د ښځو ورکول ردوي، لا هم دا دود په ځینو سیمو کې موجود دی.
د عامه پوهاوي زیاتوالی، د قانون پلي کېدل، او د ټولنې فکري بدلون هغه لارې دي چې کولی شي د دې ناوړه دود مخه ونیسي.


