د بامیان د ښځو چارو ریاست مسوولانې په بدو کې د یوې کم‌عمره نجلۍ د ورکړې خبر ورکوي.

د بامیان د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، د دغه ولایت په شیبر ولسوالي کې یوې کورنۍ خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړې ده. د هغې په وینا، د یادې نجلۍ پلار دیني عالم دی او د ګاونډي پر مېرمنې د جنسي تور په بدل کې یې خپله لور په بدو کې ورکړې ده.

رضايي زیاتوي، یاده پېشه د بامیان ولایت د شیبر ولسوالي په «غندک پایین» سیمه کې شوې ده. نوموړی وايي، د یادې سیمې اوسېدونکو د دې لپاره چې دا پېښه په سیمه کې لانجې جوړې نه کړي، په یوه جرګه کې یې پرېکړه کړې چې پر جنسي تېري تورن دیني عالم به زیانمنې کورنۍ ته خپله لور په بدو کې ورکوي.

د بامیان د ښځو چارو رییسه وايي، د شیبر ولسوالي په «غندک بالا» سیمه کې یوې بلې کورنۍ خپله لس کلنه لور خاوند ته ورکړې ده. د نوموړې په وینا، دا چې زوم څو کلن دی، تر اوسه یې په اړه معلومات نه لري.

د شیبر ولسوال امیر شریف هم دا پېښې تاییدوي او وايي چې د څېړلو لپاره یې یادو سیمو ته پولیس ور لېږلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام