د ایران د پلازمېنې تهران د اندیشه ښار په یوې څنډه کې د سترې اورلګېدنې له امله لږترلږه ۸ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د «ارغوان» سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې چې د ودانۍ په مخ کې کارول شوي د اور اخیستونکي (قابل اشتعال) پوښښ موادو له امله اور ولګېد او په چټکۍ سره خپور شو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران د قضائیه قوې اړوند ورځپاڼې میزان خبري اژانس ویلي چې اور سهشنبه لګېدلی دی.
تراوسه د اورلګېدنې د علت او د زیانونو د بشپړې کچې په اړه رسمي څېړنې روانې دي، خو لومړني راپورونه ښيي چې د ساختماني موادو د کیفیت ستونزې د پېښې یو مهم عامل بلل کېږي.