د هرات محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې لسګونه ټانکرو او تاسیساتو اور اخیستی دی.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي، نن له غرمې وروسته په اسلام‌کلا ګمرک کې اور لګېدلی چې په وینا یې، د هوايي ځواک له مرستې پرته د مهارېدو وړ نه دی.

د هغه په خبره، د دې اورلګېدنې د مهارولو لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ایران نه مرسته غوښتې ده، خو د ایران مشهد هم د دغه اور د مهارېدو امکانات نه لري. قتالي زیاتوي، اوس یې له بهرنیو ځواکونو مرسته غوښتې چې له هوا نه دا پراخه اورلګېدنه مهار کړي.

د هرات د والي په وینا، اوس د اورلګېدنې مهارول ورته لومړیتوب لري او په وینا یې، له کبله یې ډېر زیان اوښتی چې د اور له مهار وروسته به یې کچه روښانه شي. هغه وايي، تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل، له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه جزیات نشته.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، تر اوسه د دغه ولایت د کهسان ولسوالي روغتیايي مرکزونو ته لس ټپیان د اورلګېدنې له ځایه ور وړل شوي دي. د شېرزي په وینا، ښايي د دې پېښې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچېه لوړه شي.

د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې د ګازو د ټانکرو یوشمېر چلوونکي هم په دې اورلګېدنه کې سوځېدلي دي.

په همدې حال کې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، تر اوسه د یادې اورلګېدنې له کبله له ۵۰ میلیونه ډالرو ډېر زیان سوداګرو ته اوښتی دی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یونس قاضي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم تر اوسه د دې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زیانونو کره شمېرې نه دي روښانه، خو په اسلام‌کلا ګمرک کې د سوداګرو د تېلو او ګازو ټانکرونه سوځېدلي دي. هغه پر حکومت نیوکه کوي، سره له دې چې د اسلام‌کلا ګمرک د توکو د اېستلو لپاره لازم ځای نه لري، خو په وینا یې، په دې برخه کې بې‌غوري شوې ده.

د هرات والي هم د دې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زیانونه کچه لوړه بولي او وايي، د اور له مړ کولو وروسته به یې دقیقه کچه په ډاګه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام