د هرات محلي چارواکي وايي، مافیا او ځینو موټرچلوونکو د چور او د هغوی د ناقانونه مالونو د نه رسوا کېدو لپاره لسګونه موټر په کلیو کې خپلو کورونو ته لېږدولي دي.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي نن په یوه خبري غونډه کې د ځینو کسانو او موټرچلوونکو له لوري د سوداګرو د مالونو له چور نه پرته پورته کړه. هغه وايي، یوشمېر موټرچلوونکو د مافیا په مرسته د هغوی د ناقانونه مالونو د نه رسوا کېدو لپاره د اورلګېدنې له ځایه د موټرو له را اېستلو وروسته، د سړک پر سر اور ور اچولی او ځینو نورو بیا ګمرک ته نږدې کلیو ته لېږدولي دي.

هغه وايي: «یوه موټرچلوونکي زما په مخ کې موټر ته ور واچوه، د دې لپاره چې په سندونو کې یې کچالو لیکلي وو، خو په موټر کې یې ایفون ټیلیفونونه، مانسټر او رېډبول وو.»

قتالي زیاتوي، اوس هم لسګونه موټر چې له سوځېدو ژغورل شوي او پر لویې لارې ولاړ دي، نه یې څښتن او نه یې هم موټرچلوونکي معلوم دي. د نوموړي په وینا، یاد موټرچلوونکي په تمه دي چې امنیتي ځواکونه سیمه پرېږدي او دوی خپل مالونه په کلیو کې ښکته کړي. د هرات والي خبرداری ورکوي، هېچا ته به د دغه کار اجازه ور نه کړي او ټول مالونه به اړوندو ادارو ته وسپاري او له قانوني پړاوونو به یې تېر کړي.

هغه وايي، ځینو موټرچلوونکو سوداګرو ته ویلي چې موټر یې سوځېدلي، خو په وینا یې، هغه یې تښتولي دي. نوموړی خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونو تر اوسه هغه ۷۰ موټر بېرته راوستلي چې د خلکو او موټر چلوونکو له لوري کلیو ته وړل شوي وو.

سیدعبدالوحید قتالي په اسلام‌کلا ګمرک کې له غلو او فاسدو کسانو سره د جدي چلن ډاډ ورکوي او وايي، دغه ګمرک د ۲ زره او ۵۰۰ موټرو لپاره ځای لري چې د اورلګېدنې پر مهال ۱۵۰۰ موټر د ایران خاورې ته، ۳۱۰ موټر د اسلام‌کلا کمیسارۍ شا ته او ۶۵۰ نور هم د اسلام‌کلا لویې لارې او د غوریان ولسوالي «روزنک» تم‌ځای ته لېږدول شوي او په وینا یې، ښايي له ۳۰۰ تر ۳۵۰ موټرو پورې سوځېدلي وي.

د هغه په خبره، اوس یوشمېر کسان د ناسمې ګټې اخیستو او د هغوی د ګمرکي اسنادو نه رسوا کېدو له کبله د خپلو مالونو لېږد او له قانوني پړاوونو تېرولو ته تیار نه دي.

د مالونو یوشمېر څښتنان او سوداګر هم د خپلو مالونو د چور په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، ډېری مالونه او ان موټر یې د سیمې خلکو له لوري چور شوي دي.

یو سوداګر حبیب‌الله وايي، په اسلام‌کلا کې د اورلګېدنې له کبله یې د تېلو ۱۷ ټانکره او د سوداګریزو مالونو ۷ موټر سوځېدلي یا هم چور شوي دي. د نوموړي په وینا، ځینې مالونه یې چې نه وو سوځېدلي، د سیمې خلکو له لوري او د امنیتي ځواکونو له بې‌غورۍ له کبله چور شوي دي.

دغه سوداګر وايي: «د دې اورلګېدنې اصلي لامل دولت دی. د ګمرک قوماندان او مسوولان ناکاره دي. زما هغه موټر او مالونه چې نه وو سوځېدلي، د سیمې خلکو له لوري چور شوي دي.»

خو د هرات محلي چارواکي وايي چې د مالونو ۸۵ سلنه موټر له سوځېدو ژغورلي او په وینا یې، ډېر ژر به د ټاکل شوي پلاوي له لوري د اوښتو زیانونو کچه په ډاګه شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام