Asset 1SWN

لوګر کې د «کبانو روزنې» دوه فارمونه جوړ شول

7bc45ce7-effd-456e-ae6b-e0cf0d474c8f

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې د کبانو روزنې دوه مرکزونه «فارمونه» پرانېستل شول.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي د یادو مرکزونو پرانېست‌غونډې ته وویل، د کبانو روزنې دغه مرکزونه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ۶زره کبانو روزنې په ظرفیت جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې  د کبانو روزنې دغه مرکزونه د کرنې او مالدارې وزارت له لوري د څلور میاشتو په ترڅ کې جوړ شوي او ټول مالي لګښت یې کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکړل شوی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، «د یادو مرکزونو له پرانېست څخه موخه لوګر ولایت کې کبانو روزنې ته وده ورکول، د بهرنیو هیوادنو د بې کیفیته غوښې واریدېدو مخنیوی کول او کاري فرصتونه رامنځته کول دي.»

د پل‌علم یوه اوسېدونکي نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، دا لومړی ځل دی چې لوګر کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کبانو روزنې مرکزونه پرانېستل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه، کرنې او مالدارۍ وزارت ته په‌کار ده چې د کبانو روزنې لپاره د مرکز پل‌علم او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې ورته مرکزونه پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام