Asset 1SWN

کندوز کې د کبانو فارم‌لرونکي: سږکال د کبانو د پلور بازار سوړ دی

۲

کندوز کې د کبانو یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي چې دغه ولایت کې د «کبانو» روزنې صنعت کم‌رنګه شوی چې ورسره یې د پلور کچه هم راټیټه شوې.

دغه ولایت د کبانو یو فارم‌لرونکی عزیزالله سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د کبانو پلور کم شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له اړوند ادارو د لاسنیوي غوښتنه کوي. «دلته شاوخوا لس ډوله کبان لرو چې یو کیلو یې له ۱۵۰افغانۍ نیولې تر ۱۲۰۰افغانۍ. غوښتنه مو دا ده چې موږ سره لږ مرسته وشي، څو روحیه واخلو، زړه پیدا کړو او  کبان ډېر کړو. اوس مو څوک کیسه کې هم نه‌دي، دې‌خوا راګوري هم نه.»

بل‌خوا کندوز کې د کبانو یو‌شمېر پلورونکي هم دغه ولایت کې د کبانو پلور کچې له کمښت شکایت کوي او  له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د کبانو یو پلورونکی وزیرخان وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې مقصد حکومت موږ سره همکاري وکړي. د کبانو فارم‌لرونو سره دې مرسته وشي او دانه دې ورکړي چې وطني کبان زیات شي.»

په همدې حال کې د کرنیزو چارو  کارپوه، محمد بیا دغه ولایت کې د کبانو د پلور بازار د سوړوالي لامل له بهرنیو هېوادونو د کبانو واردات په ګوته کوي.

نوموړي وویل: «مسوولیت یې تخنیکي او مسلکي مشورو ورکړې دي. د کبانو روزنې لپاره باید دوی بهرنیو موسسو ته معرفي کړي چې دانې ورکړي. د ویروس او پرازیت ضد درمل ورکړي. د کبانو روزنې وسایل ورکړي چې دا د کرنې ریاست مسوولیت دی.»

د کندوز کرنې ریاست مسوولان بیا وايي، دغه ولایت کې د کبانو د پلور او پېر بازار وده کړې چې په وینا یې، د تېرو کلونو په پرتله د کبانو د روزنې صنعت هم ښه شوی دی.

د کرنې ریاست د مالدارۍ امر احمد وايي: «د کندوز کرنې ریاست وروستیو کلونو کې د بېلګې په توګه «جې‌ای» موسسې هر فارم لرونکي ته نږدې ۷۷۰ کیلو خوراکه، د کبانو نیونې جال، د خوندیتوب لباس چې ژمي کې ترې استفاده کېږي او بل ماشین چې چپر نومېږي، واښه چې کبانو ته یې میده کوي، وېشل شوې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ویل کېږي چې د کبانو روزنې ته د کندوز هوا مناسبه ده چې د وروستیو کلونو پرمهال یې وده کړې وه، خو سږکال دغه صنعت کمرنګه شوی دی.

د کندوز د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، دغه ولایت کې دا مهال څلور سوه د کبانو د روزنې فارمونه شتون لري چې سلګونه کسان په‌کې پر دندو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام