Asset 1SWN

لوګر کې په لومړي ځل د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم جوړېږي

ثثثثثضصقضصق

 د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم جوړېږي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدامین هاشمي سلام‌وطندار ته وویل، د کبانو د تولید او روزنې دغه فارم په «کنجک» سیمه کې پر دوه جریبه ځمکه د راتلونکو درېوو میاشتو په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هاشمي زیاته کړه، د کبانو د تولید او روزنې دغه فارم به دوه حضونه ولري چې په یو وخت کې به د ۶زره کبانو د روزنې او ساتنې ظرفیت ولري.

د نوموړي په وینا، د یاد فارم له جوړېدو وروسته به هر کال ۴ ټُنه د ماهې غوښه بازار ته د پلور په موخه وړاندې کېږي.

د کرنې رییس زیاتوي، اوس د لوګر  په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره کي‌برک او خوښۍ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ د کبانو د تولید او روزنې واړه شخصي فارمونه شتون لري او د کبانو ساتنې او پالنې په دغه ولایت کې ښې پایلې ورکړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بلخوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د لومړي ځل لپاره د دولتي کبانو د تولید او روزنې لوی فارم جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام