
د جلغوزيو سوداګر: د صادراتو لپاره دې د چين ترڅنګ نورو هېوادونو سره تړونونه وشي
سویل ختیځو ولایتونو کې د جلغوزيو يوشمېر سوداګر سلاموطندار سره خبرو کې وايي، له چين سره د جلغوزيو صادراتو لپاره انحصاري تړون له زيان سره مخ کړي.
دوی وویل، تېر ۱۴۰۳ کال خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته رسېدلي، خو چینايي سوداګرو تر اوسه ۲زره ټنه لېږدولي او شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه یې پاتې دي.














