Asset 1SWN

د افغانستان‌-‌پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: د کراچۍ‌-‌پېښور ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ دې بېرته پرانېستل شي

خط

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ‌–‌پېښور د اوسپنې پټلۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره بېرته پرانېزي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاالحق سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګریزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بیې له امله څو برابره زیات شوی او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې زیان رسولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د پاکستان او افغانستان د سوداګریزو توکو کانټینرونه مخکې په پېښور کې خالي کېدل او له هغه ځایه په لاریو کې د تورخم له لارې کابل او د چمن له لارې کندهار ته لېږدول کېدل. د پټلۍ لاره بریالۍ وه، اوس باید له کراچۍ نه د ځمکې له لارې ولېږدول شي. هم ډېر وخت نیسي او هم کرایه ورځ په ورځ لوړېږي؛ تر لس لکو پورې رسېدلې ده.»

هغه ټینګار کوي چې د پاکستان د کراچۍ بندر ستونزې د دې لامل شوي چې ۹۰ سلنه افغان سوداګر له دغه بندره د سوداګریزو توکو له لېږد ډډه وکړي او د ایران سوداګریزو بندرونو ته مخه کړي.

بله‌خوا په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، د باروړونکو موټرو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسوي.

په افغانستان کې د یادې ګډې خونې رییس نقیب‌الله ساپی وايي: «مخکې مو سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې له کراچۍ بندر څخه افغانستان ته راتلل، خو په ۲۰۱۰ کې چې د اپټا تړون نوی شو، باید د ځمکې له لارې راولېږدول شي. په ۲۰۲۳ کې د پاکستان له لوري محدودیتونه ولګېدل، د تېلو بیه لوړه شوه، پر لاره ګڼه‌ګوڼه ده. دغو ننګونو د افغان سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړي.»

هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې له کراچۍ بندر څخه پېښور ته د ځمکې له لارې د سوداګریزو توکو د یوه کانټینر د لېږد لګښت ۶۰۰ زره کلدارې و، خو اوس یو میلیون او ۳۰۰ زره کلدارو ته رسېدلی او په وینا یې، ورځ تر بلې نور هم لوړېږي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان سوداګر چې اوس له کراچۍ بندره د موټرو په وسیله خپل سوداګریز توکي رالېږدوي، د لېږدولو د لوړ لګښت په اړه شکایت کوي او له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ د بیا پرانېستلو غوښتنه کوي. افغان سوداګر حجت‌الله او محمد وايي:

«مخکې د هر کانټینر د لېږد کاریه دوه لکه وه، خو اوس اته لکو ته رسېدلې. وايي، په پاکستان کې د تېلو بیه لوړه شوې. باید موږ ته یاده لاره خوشې شي.»

«مخکې به له کراچۍ تر جلال‌اباد پورې یو کانټینر شپږنیم لکه یا اته لکه کلدارې تمامېده، اوس دیارلس لکه پرېوځي. کانټینرونه پر خپل وخت بندر ته نه رسېږي، پر موږ جریمه زیاتېږي. که پاکستان د اوسپنې پټلۍ لاره بیا خلاصه کړي، دا زموږ په ګټه ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولان وايي، د یک‌شنبې په ورځ یې له پاکستاني چارواکو سره له کراچۍ تر پېښوره د اوسپنې پټلۍ د پرانېستلو په اړه خبرې کړي، خو په وینا یې، دغو خبرو تراوسه کومه مثبته پایله نه‌ده لرلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام