Asset 1SWN

شل میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

ییییییی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس شاوخوا شل میلیونه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس «هسیایو وي‌لي» له سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي: «افغانان له بې‌وزلۍ سره مخامخ دي او یوازې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندې له سختۍ خوارځواکۍ کړېږي. موږ تېر کال ۲۳ میلیونه کسانو سره مرستې کړې او اوس ۸۰۰ میلیونه ډالره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان هم هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي اندېښمن کړي او وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل ښار اوسېدونکى جمشېد چې د يوې څلورکسيزې کورنۍ مشر دى وايي، د خپلې کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره اړ شوی د خپل کور توکي وپلوري. هغه وايي: «داسې ورځې راغلي چې له ۱۰۰ افغانیو مې کم کار کړی او ټوله کورنۍ وږي ویده شوي یوو. کاروبار نشته او نن ناچاري او وزګارتیا ډېره شوې ده.»

د کابل يو بل اوسېدونکى پروېز هم چې د يوې شپږکسيزې کورنۍ مشر دى وايي، سره له دې چې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل دى، خو ناچارۍ اړ کړی چې د کابل ښار په کوڅو کې آیسکریم وپلوري، خو په خبره یې، که کار یې و نه‌شي، اړ دی چې پور واخلي.

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، سږ کال د تېر هغه په پرتله په هېواد کې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د بې‌وزلۍ کچې ټیټېدو په موخه یې په روان کال کې سترې پروژې په پام کې دي چې په عملي کېدو سره به یې ګڼ‌شمېر کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا  هم ویلي و چې په افغانستان کې له ۲۴ میلیونه ډېر وګړي په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او ډېری افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځینه‌وو پر کار له بندیز وروسته د بشري مرستو د وېش بهیر هم ټکنی شوی او له خنډ او ځنډ سره مخامخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام