Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: د ۱۳ میلیونه افغانانو د لاسنیوي لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

image

د خوړو نړیوال پروګرام بېګاه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که بشري ملاتړ تلپاتې نه وي، سلګونه زره افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستې ته اړتیا ولري او سخته لوږه به په ټول افغانستان کې خپره شي.

دغه پروګرام ویلي چې له ۱۳ میلیونه افغانانو سره د مرستو لپاره په اپرېل میاشت کې ۹۳ میلیونه ډالرو او په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په بودیجه کې د شته محدودیتونو له کبله به په مارچ میاشت کې لږترلږه څلور میلیونه کسان د اړتیا وړ نیمايي خواړه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې یوشمېر اړمن وايي چې د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاووو پوره کولو برخه کې د سختیو له کبله یې ماشومان ډېر زیانمنېږي. کابل ښار کې دوو اړمنو زمزمې او مسکا سلام‌وطندار ته ویلي:

«کور کې لس کسان یوو. کور مو کرایي دی، دوه‌نیم زره کرایه ورکوو. کور مو هم ډېر زوړ دی، بېخي درپه‌دره یوو او خاورې مو پر سر راوښتي. له پاک خدایه نور څوک نه لرو. سم سرپرست نه لرو. یو سپین‌ږیری لرو چې هغه هم شیشه کاروي، پر نشه‌يي توکو اخته دی. زه له ماشومانو سره ژوند کوم.»

«داسې ورځ راغلې چې یو دوه دوډۍ مو پیدا کړي او بچیانو ه مې ورکړي، زه په لوږه ناسته یم. تکلیف لرم. نن چې اړ شوم، لاړم د خلکو وسایل مې راوړل چې یو پنځوس افغانۍ راکړي، څو ماښام پرې ډوډۍ یوسم. ژوند مو ډېر سخت دی، ۱۲ زره د کور کرایې پوروړې یم. له پرون راهیسې یې ټینګ کړي یوو چې کرایه راکړه. که یې نه راکوې، یو ماشوم دې بیایم، ورته ومې ویل چې خیر دی، پیسې دې درته پیدا کوم.»

بله‌خوا د غور اوسېدونکې سید بي‌بي وايي چې دا او کورنۍ یې له ورځو ورځو راهیسې د خوراک لپاره څه نه لري.

هغه وايي: «هېڅ نه لرو؛ نه خوراکي توکي، نه هم سون‌توکي. ډېر په تکلیف یوو. هېچا راسره مرسته نه‌ده کړې. موسسې ته چې ووایو، وايي چې اوس موسسو هم بند کړي. له لوږې مرو؛ په شپو شپو وږي ویده شوي یوو. ځینې خلک راسره یوه پیاله چای یا یوه ډوډۍ مرسته کوي.»

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، هڅه کوي چې د بې‌وزلۍ پر وړاندې مبارزې په موخه خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، اقتصاد وزارت پر کورنیو ناخالصو تولیداتو تمرکز کوي، څو پانګه‌وال د کرنې، کانونو او صنایعو برخه کې پانګونه وکړي او ملي عواید ورسره لوړ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې نیمايي افغان کورنۍ لازمو خوړو ته د نه لاسرسي له کبله د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوي او په خبره یې، د دغه بنسټ له لوري میلیونونو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته د ژغورنې یوازینۍ لاره ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، ۲۰ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ نه یو ګام لرې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام