د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر سلاموطندار ته وایي چې په دې وروستیو کې د جګړو پراخېدو او د طالبانو له خوا د ولسوالیو او د ځینو ښارونو په سقوط سره، د بېځایه شوو کورنیو شمېر زیات شوی دی.
باهر وویل چې د دغو جګړو او تاوتریخوالي له امله په دې وروستیو کې د هېواد په کچه شاوخوا ۵۷زره کورنۍ بېځایه شوي او یوازې د روانې زمري میاشتې له لومړۍ تر پرون ورځې پورې څه باندې ۵۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، ډیری بېځایه شوې کورنۍ د هلمند، کندوز، کندهار او ننګرهار ولایتونو څخه دي چې ځینو سره یې بشري مرستې شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
باهری زیاته کړه، ښايي د بېځایه شوو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه ډېرو ناامنو سیمو ته لاسرسی نه لري چې د بېځایه شویو سروې او یا هم ورسره مرسته وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د امریکا او ملګروملتونو په شمول ځینو نړیوالو هېوادونو هم ورسره د مرستې ژمنه کړې.
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې په یوشمېر ولایتونو کې جګړې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي او بېځایه شوې، کورنۍ وایي چې ورسره مرستې نه دي شوي او که شوي هم وي په نشت حساب دي.
په ورته مهال له جګړه ځپلو ولایتونو څخه زیات شمېر کورنۍ هم پلازمینې کابل ته راکډه شوي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.
- کندوز کې د جګړو له امله ۲۰۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوي
- د جګړو له امله کونړ کې ۵۰زره کسان بېځایه شوي
- د ۲۰۲۱ کال لومړیو ۲ میاشتو کې ۴۹ زره افغانان له خپلو سیمو بېځایه شوي
دغه کورنۍ چې اوس تر خېمو لاندې شپې ورځې تېروي وايي، خپل هرڅه یې پرېښې او یوازې یې ځانونه امنو سیمو ته رسولي چې اوس د خوړو او سرپناه لپاره هېڅ هم نه لري.
بشیراحمد، نذیراحمد او هزره صاحبي هغه بېځایه شوي دي چې د کندوز جګړو څخه کابل ته راغلي او اوس د نوي ښار په پارک کې شپې او ورځې تېروي.
دوی وویل چې کابل ته شاوخوا زر کندوزیان را بېځایه شوي چې ښایي ۵۰۰ یې د نوي ښار په پارک کې اړولي وي.
په ورته مهال دوی وایي چې د حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره مرسته نه ده شوې او د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري.
دا په داسې حال کی ده، چی د هېواد په کچه یوشمېر ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي او ترڅنګ یې په تېرو څو ورځو کې د نیمروز، جوزجان، سرپُل، تخار او کندوز ولایتونو مرکزونه سقوط شوي او ګڼشمېر اوسېدونکي یې بیځایه شوي هم دي.