د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، یاده نغدي مرسته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف له لوري د پوهنې وزارت سره په همغږۍ د ښوونځیو ښوونکو ته ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي ټلویزیون د اعلان له مخې، په یادو ولایتونو کې به هر ښوونکي ته ۱۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښوونځیو ښوونکو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر داسې مهال پیلېږي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې ښوونکو خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام