نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

فاطمه یعقوبي په هرات ولایت کې د یوه ښوونځي ښوونکې ده. هغه وایي چې له څو میاشتو راهیسې یې خپل میاشتني معاشونه نه دي اخیستي او په بازارونو کې د لومړنیو توکو د لوړې بیې له امله نه شي کولای چې د ژوند اړتیاوې برابرې کړي او اوس په ناوړه وضعیت کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هرات کې د فاطمې ترڅنګ په لسګونه نور ښوونکي هم شته چې تراوسه یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او په خراب وضعیت کې ژوند کوي. د ښوونکو ټولنې استازی صبرالدین مشعل چې په دې اعتراضیه غونډه کې یې ګډون کړی، له نړۍ‌والې ټولنې غواړي چې له سیاسي اختلافونو لرې دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي، څو ټول ښوونکي خپل معاشونه ترلاسه او په ارامه روحیه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د هرات د پوهنې رییس شهاب‌الدین ثاقب ډاډ ورکوي چې دوی به ډېر ژر د ښوونکو معاشونه ورکړي. نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت ژمنه کړې چې د زمري میاشتې معاشونه به ورکوي او پاتې معاشونه به هم په همدې توګه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ښوونکي په داسې حال کې د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه کوي چې له دوه میاشتو راهیسې د هېواد واګي د اسلامي امارت لاس ته لوېدلی او لا هم د افغانستان دولت مالي زېرمې د امریکا له لوري کنګل شوې دي.

 د خپرو شویو راپورونو له مخې، د امریکا دولت د افغانستان مالي زېرمو ازادولو ته بېړه نه لري او لا هم اسلامي امارت د امریکا تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام