د بایډن وروستۍ پرېکړه؛ صرافان د «افغانۍ» ارزښت ټیټېدو ته اندېښمن دي

د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي، په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي. د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پرې بیاکتنه وکړي.

کرزی: امریکا دې د افغانستان پیسو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا‌کتنه وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا دې د افغانستان د پیسو په اړه پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي. جو بایډن وړمه ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د افغانستان له اووه میلیارده ډالرو څخه نیمايي د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي او پاتې یې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره ځانګړې شوي.

د اروپايي ټولنې ۱۵هېوادونه ۴۰۰۰۰ افغانانو ته د مېشتېدو زمینه برابروي

اروپايي ټولنې ویلي، د دغې ټولنې ۱۵ غړو هېوادونو هوکړه کړې چې ۴۰۰۰۰ افغانان به په خپلو هېوادونو کې مني او د مېشتېدو اسانتیاوې به ورته برابروي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ترمنځ له ناستې وروسته دغه اعلان وکړ.

هرات کې ښوونکي د خپلو معاشونو غوښتنه کوي

نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې نن د ختیځو ولایتونو ګڼ‌شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ټپي شویو افغان سرتېرو ته وینه ورکړه. دیني عالمانو په دغه غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

د ټیلیفون پر کرېډېټ کارټونو د مالیې راټولو څرنګوالی روښانه نه دی

په هېواد کې د مخابراتي شبکو له قانون سره سم په ۱۳۹۴کال کې حکومت د مخابراتي شبکو پر پېرېدونکو ۱۰سلنه محصول ولګاوه. که څه هم له هغه وخت څخه تراوسه شپږ کاله تېریږي، خو لاهم په دې اړه ننګونه او پوښتنه دا ده چې دا پیسې چیرته ځي او څوک د موبایل کرېډټ کارټونو ۱۰سلنه مالیه راټوله وي.