د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې نن د ختیځو ولایتونو ګڼ‌شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ټپي شویو افغان سرتېرو ته وینه ورکړه.

دیني عالمانو په دغه غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي. دوی د وینې ورکولو سربېره له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ بیاځلې اعلان کړ او غږ یې وکړ چې اوږه په اوږه یې تر څنګ ولاړ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دیني عالم غازي ګل شینواري رسنیو سره خبرو کې روان جنګ پردی وګاڼه او څرګنده یې کړه چې د دغې جکړې قربانیان یوازې افغانان دي.

نوموړي وویل، خوښ دی چې خپله وینه د هېواد ساتونکیو ته ورکوي او د خپل سر په بدل به له اوسني نظام ملاتړ کوي. ده طالبان خوارج او له اسلام وتلي یاد کړل او پر دغې ډلې یې غږ وکړ چې د الله اکبر په ویلو دې افغان ولس نه ګواښي.

هغه زیاته کړه: «خو نن چې وړاندې کېږو، موږ په الله اکبر څوک نه پرېږدي. د الله اکبر ذمه واري د اي ایس ای خوارجو په غاړه اخستې ده. جاهله خوارجه راځه اسلام سم مطالعه کړه، اسلام یوازې د افغانستان له پاره نه دی، دا د نړۍ له پاره دعوت دی.»

په ورته مهال د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عقیدتي او فرهنګي چارو مدیر ډګروال عجب ګل ساپي له دیني عالمانو د مننې سربېره خوښي وښوده چې د ټولنې د روحاني طبقې ملاتړ له ځانه سره لري.



هغه وویل: «له ټولو علماو مننه کوو، چې د دې ظالمانو په مقابل کې یې د جهاد فتوا ورکړه او دا یې غیرمشروع او د شخصي ګټو جنګ وباله. امنیتي ځواکونو ته یې وینه ورکړه، موږ ترې مننه کوو او خدای دې یې په عمرونو کې برکت واچوي.»

دغه غونډه کې دیني عالمانو په طالبانو، ایران، پاکستان او نورو د مرګ شعارونه هم ورکول او غوښتنه یې وه، چې نړیواله ټولنه دې په طالبانو فشار راوړي، چې د افغانانو د وینه توییول بند کړي او سولې ته غاړه کېږدي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبانو تر اوسه د دغو دیني عالمانو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمان داسې حال کې سرتېرو ته وینه ورکوي چې ګڼو ولایتونو کې جګړې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام