لغمان کې لسګونو دیني عالمانو نن د سولې او نظام په ملاتړ جوړې شوې غونډې پر مهال په هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله او د وسله‌والو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه یې افغان وژنه یاده کړه.  دغو دیني عالمانو له روان وضعيت څخه د خلاصون لپاره خلک د دولت ننګې ته راوبلل.

دیني عالم مولوي عبدالله د پاکستاني علماوو هغه څرګندونې وغندلې چې په افغانستان کې یې جګړه روا بللې وه او هم یې پر اسلام‌اباد غږ وکړ چې د وسله‌والو طالبانو له ملاتړ او د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مولوي عبدالله زیاته کړه: «موږ په هېواد کې روانه جګړه ناروا بولو او له وسله‌والو طالبانو غواړو چې نور دې له افغان وژنې لاس واخلي او سوله دې وکړي؛ ځکه دا جګړه په ښکاره د پاکستان له لوري پیل شوې او هېڅکله افغانانو ته د منلو نه ده. پاکستان دې د طالبانو له تمویلولو لاس په سر شي او هم یې له علماوو غواړو چې په افغانستان کې دې د جګړې په اړه فتواوې نه ورکوي.»



د غونډې ګډونوالو د سولې په ټپه درېدلو خبرو  د ژر پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، که روانه جګړه پای ونه مومي، هېواد به له لوی ناورین سره مخ شي. دیني عالم مولوي فخرالدین وویل، د جګړې دوام به پر افغانستان سربېره د سیمې هېوادونو لپاره هم خطرناکې پایلې ولري.

هغه وویل: «که د سولې خبرې بیا پیل نه شي او روانه جګړه ونه درېږي، په هېواد کې به لوی ناورین رامنځته او خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي. نوره روانه جګړه موږ ته د زغم وړ نه ده. له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې جګړه ودروي، که نه خلک مجبور دي یو اقدام وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغو دیني عالمانو وویل، نور هېڅ افغان ته په هېواد کې روانه جګړه د زغم وړ نه ده او که جګړه پای ونه مومي، وسله وال طالبان به د ولسي خلکو له ملي پاڅون سره مخ شي.

د ختیځو ولایتونو ديني عالمان داسې مهال د جګړې درېدو غوښتنه کوي چې بېګاه د پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو په ګډون، د ختيځ زون په بېلابېلو سيمو کې هم ولسي خلک لارو او واټونو ته راووتل او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ يې د «الله اکبر» نارې ووهلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام