سلګونو دیني عالمانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر طالبانو یې تور پورې کړ چې دغه وضعیت د دوی له کبله دی. دغو دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه فتنه وګڼله او د ژرترژره درېدو غوښتنه یې وکړه.
دیني عالمانو په دې غونډه کې له حکومت او طالبانو هم وغوښتل چې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. دیني عالمان وایي چې وسلهوالو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د حضور په پلمه په افغانستان کې ملکي وګړي وژني او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یې تاوتریخوالی د پخوا په پرتله ډېر کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال په دغه غونډه کې د کابل د عالمان د شورا رییس عبدالقادر قانت وویل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو بریدونو د خلکو ژوند سخت کړی او د دوی ارام یې ترې اخیستی دی. د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د جګړې زیاتېدل د منلو وړ نه دی او د نړۍ او افغانستان دیني عالمانو روانه جګړه یوه فتنه بللې ده.
- دیني عالمان: د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه ناروا ده
- «دیني عالمان نه باید په هېواد کې د ګډوډۍ لامل شي»
- د عربستان او پاکستان دیني عالمان دې د افغانستان جګړه ناروا اعلان کړي
هغه زیاته کړه: «اوسنۍ جګړه د افغانستان او نړۍ عالمان یوه فتنه بللې او واقعیت هماغه دی چې ۱۴ سوه او څو څلوېښت کاله پخوا زموږ پیغمیر «ع» ویلي و. قاتل نه پوهېږي چې د څه لپاره وژنه کوي او مقتول هم نه پوهېږي چې د څه لپاره وژل کېږي. ایا همدغه حالت پر مونږ نه دی راغلی؟ په هېواد کې وحشت او تاوتریخوالی دی او جګړې زموږ ټوله شتمني را څخه اخیستې ده.»
د کابل د ولسوالیو د دیني عالمانو د شورا رییس مولوي جمال الدین وایي، دواړه لوري باید د خبرو مېز ته راوګرځي او د جګړې د پای ته رسولو له لپاره دې پر اوربند هوکړه وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې دیني عالمان د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله خپلې اندېښنې څرګندوي. له دې وړاندې هم دیني عالمانو دې ته ورته غونډو په جوړولو سره په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې او د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.