د قطر په دوحه کې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ د سولې د دويم پړاو خبرې پيل شوې؛ خو په دومره موده کې خلک يوازې له څو بې پايلو ناستو  پرته بل د پام وړ پرمختګ ونه ليده.

که څه هم دغه خبرې بايد پر اوربند پيل شوې وای، خو د جګړې اور د سولې خبرو اترو په لړ کې تر بل هر وخته شدت وموند او هدفي وژنې او چسپکي ماين چاودنې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د دې وضعیت په دوام سره د افغان حکومت د سولې خبرو مرکچي پلاوي يو شمېر غړي بېرته هېواد راګرځېدلي دي. د دوحې د سولې خبرو او د افغانانو د وينې تويېدنې برخلیک به څه ډول وي، د نړيوالو اړيکو کارپوه محب الله شریف وايي، تر هغه چې د افغان سولې په تړاو طالبانو ته د امريکا د نوي حکومت دريځ معلوم شوی نه وي، طالبان خبرو کې برخه نه اخلي ځکه چې هغوس فکر کوي نامعلوم لوري ته روان دي.

د نړيوالو اړيکو بل کارپوه حمید عزیز وايي، د امريکا نوی حکومت د نړۍ په کچه بهرني سیاست او د هغې کړنې څېړي، له همدې کبله به ژر اقدام ونه کړي او د سولې له پروسې به ملاتړ وکړي.

د قطر په دوحه کې د طالبانو نه حضور او بې برنامې کېدل لامل شوی چې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د يو شمېر غړيو «زړه وهلی» او له همدې کبله په دې وروستیو کې د افغان حکومت د سولې خبرو د ډلې غړي محمد امین احمدي، رسول طالب، متین بېک او حبیبه سرابۍ بېرته کابل راستانه شوي.

خو ناجیه انوري وايي، د پلاويو کابل ته راتګ يوه عادي خبره ده او د خپلو ستونزو له حل وروسته به بېرته به لاړ شي.

له دې سره تېره ورځ د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله په یوه ناسته کې وویل، طالبانو د خبرو مېز ترک کړی او يوازې د تماس ډلې نه‌شي کولای دغه پروسه مخته يوسي. عبدالله پر هغو هېوادونو غږ وکړ چې د سولې له پروسې ملاتړ کوي ترڅو طالبان وهڅوي چې خبرو اترو ته راشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام