د جرمني په مونیخ کې درې‌ ورځنۍ امنیتي غونډه چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو په‌کې ګډون کړی، د افغانستان روان سیاسي وضعیت او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موضوعات بلل کېږي.

د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې پر افغان نجونو او ښځو د اسلامي امارت له لوري لګېدلي محدودیتونه په کلکه غندلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاناډا، البانیا، بلجیم، فرانسې، جرمني، ایسلنډ او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې:

«موږ د ۲۰۲۳ کال د مونیخ امنیتي غونډه کې د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانې په یوه غږ د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حذف لپاره د طالبانو هڅې په کلکه غندو. موږ پر ښځو د دغو محدودیتونو لرې کېدو لپاره یو موټی یوو، په تېره افغان ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو ته چې اړمن دي، د بشري مرستو رسولو برخه کې د هغوی د بنسټیز رول لوبولو برخه کې.»

دې غونډې ته د افغان ښځو په استازولۍ وربلل شوې سیاسي فعاله محبوبه سراج وايي، د افغان ښځو حقونه اوس د ټولې نړۍ لپاره د بحث وړ موضوع ده. هغې سلام‌وطندار ته وویل:

«پرون هم نړۍ وه. هغوی د افغان ښځو په اړه خبرې وکړې، ډېرې پر ځای خبرې وې او دا مسله یې جدي وګڼله. خو هغه څه چې ما غوښتل د دوی پام ورته راواوړي، ملګري ملتونه باید د افغانستان ټول وضعیت سم مطالعه کړي او وګوري چې څنګه نړیوالې مرستې او نور مسایل څنګ په څنګ مخې ته تللی شي.»

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله مریم ‌معروف آروین وايي، د مونیخ غونډه کې د افغان ښځو ګډون پر دوی د لګېدلیو بندیزونو غندنه ښيي چې نړۍ لاهم افغان ښځې نه یوازې له پامه نه‌دي غورځولي، بلکې ملاتړ ته یې را دانګلي دي.

خو د نړیوالو اړیکو شنونکی نذیراحمد رزاقي بیا باور لري چې په ورته غونډو کې د اسلامي امارت د اقداماتو غندل، پر هغوی د فشار راوړلو په مانا دي. هغه وايي، دا غونډه ډېره مهمه ده او اسلامي امارت ته یې پیغام ورکړ چې په کور دننه خپله سیاسي تګلاره بدله کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکی او اسلامي امارت ته نږدې کس سیدذکرالله هاشمي وايي، د مونیخ امنیتي غونډې ته د اسلامي امارت هېڅ استازی نه‌دی وربلل شوی او په وینا یې، د افغانستان پر اوسني وضعیت به هېڅ اغېز و نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت لومړی له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، بیا یې پارکونو او حمامونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه او ورپسې یې د هغوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې پر کار هم بندیز ولګاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام