یوشمېر ښځو نن په پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې د بندو دروازو شا ته د احمدشاه مسعود د وژل کېدو تلین ونمانځه.

د مسعود پلویان به په تېرو دوو لسیزو کې پر دې ورځ سړکونو ته راوتل او دا ورځ به یې په ځانګړو مراسمو سره نمانځله، خو سږ کال چې اسلامي امارت پر سیاسي ګوندونو محدودیتونه لګولي، د هغه پلویان ونه توانېدل چې په ازاده فضا او د رسنیو مخې ته یې ونمانځي.

احمدشاه مسعود د اسلامي امارت مخالف و چې په ۱۳۷۵ کال کې د مجاهدینو حکومت له سقوط وروسته پنجشېر ته وتښتېده او پر وړاندې یې وسله‌واله جګړه پیل کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي په ۹۰یمه لسیزه کې چې اسلامي امارت پنځه کاله په واک کې پاتې و، د هغوی پر وړاندې له جګړې لاس وا نه‌خیست او د پنجشېر ترڅنګ یې په څو نورو ولایتونو کې هم جګړه کوله چې ځینې برخې یې هم نیولې وې.

احمدشاه مسعود په ۱۳۳۲ کال کې د پنجشېر په «جنګلک» کې زېږېدلی او په ۱۳۵۲ کې له «اسلامي جمعیت» ګوند سره یوځای شو. هغه د داوودخان حکومت د را پرځولو پر وړاندې د پاڅون له ناکامېدو وروسته پاکستان ته وتښتېده.

مسعود پاکستان ته له تېښتې وروسته یو ځل بیا د خلقیانو ډیموکراټیک حکومت پر وړاندې را پورته شو او په ۱۳۶۳ کې یې د «نظار شورا» جوړه او بیا یې په شمال کې د هغې مشري بر غاړه واخیسته.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه او نور مجاهدین د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله د ملي پخلاینې طرحې له ناکامېدو وروسته د پرچمیانو په همکاري وتوانېدل چې په ۱۳۷۱ کال کې کابل ونیسي، خو وروسته یې بیا خپلمنځي جګړې پیل کړې. همدا و چې د مجاهدینو حکومت ډېر دوام ونه کړ او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته راننوتل او مسعود هم یو ځل بیا پنجشېر ته ولاړ او بیا یې د هغوی پر وړاندې جګړې ته مخه کړه.

احمدشاه مسعود بالاخره د ۱۳۸۰ کال د وږي میاشتې په اتلسمه د القاعده شبکې د دوو ځانمرګو له لوري چې د بلجیم پېژندپاڼې یې لرلې او د مرکې لپاره ورته راغلي وو، ووژل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام