Asset 1SWN

لوګر کې د «موټرسایکل ځغلونې» فدراسیون څانګه پرانېستل شوه

۰۱۱

د لوګر د بدنې روزنې او سپورت امریت چارواکي وایي، د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون څانګه پرانېستل شوه.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، د پخوا په پرتله هېواد کې سپورټ د پام وړ پرمختګ کړی او ورزشکاران کولای شي، په خوندي توګه ټول هېواد کې د ورزش سیالي جوړې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وثیق زیاته کړه: «د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست له هېواد‌والو سره ژمنه کوي چې ورزش به ټولشموله کوي او له مرکز څخه ولایتونو، له ولایتونو څخه به ولسوالیو او له ولسوالیو څخه به کلیوالو سېمو ته لېږدول کېږي.»

نوموړي وویل چې هیواد کې په ځانګړې توګه لوګر کې د موټرسایکل ځغلونې لپاره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او دغې لېوالتیا ته په کتو د بدنې روزنې او سپورت اداره دې ته وهڅول شوه، څو لوګر کې هم د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون څانګه پرانېزي.

د موټرسایکل ځغلونې عمومي فدارسیون رییس سید نبي‌الله سادات وویل، لوګر ۱۳م ولایت دی چې د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون څانګه په‌کې پرانېستل کېږي.

د نوموړي په وینا، په پام کې دی چې په نږدې ورځو کې غزنې، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون څانګې پرانېستل شي.

لوګر کې د موټرسایکل ځغلونې سپورت یوه لوبغاړي شاه‌پور محمدي سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره دغه ولایت کې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون څانګه پرانېستل شوه.

هغه وړاندیز وکړ چې د بدني روزنې او سپورت عمومی ریاست ته په‌کار دی چې د دغه ولایت د موټرسایکل ځغلونې لوبغاړو ته د ورزش‌کولو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د جوړې شوې غونډې په پای کې د کابل او لوګر ولایتونو د موټرسایکل ځغلونې لوبغاړو د موټرسایکل ځغلونې دوستانه سیالي هم وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام