Asset 1SWN

د لوګر مرستیال والي: د هېواد خپلواکي پر زده‌کړو او یوالي ساتل کېږي

۰۱

د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مجاهدینو د بریا ۳۲ کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د غويي اتمه د افغانانو لپاره یوه له ویاړه ډکه ورځ ده او د دوی مبارزې وکولای شول چې کمونېستي نظام ړنګ او مجاهدین بریا ته ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، له تېرو څلور لسیزو وروسته په هېواد کې سراسري امن راغلی او دغه امن به په دیني او عصري علومو پر زده‌کړو او د ولسونو په یوالي ساتل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ولایت په کچه مسولې ادارې دې، خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کړي او له عامو خلکو سره دې نرم چلند وکړي.

بل‌خوا د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وویل، د غويي اتمه د شوروي او کمونیستي نظام پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې له همدې امله په  تېره یوه پیړۍ کې د افغانانو په لاسونو درې زبرځواک هیوادونه مات شوي دي.

صمیم وویل، اوس وخت رارسېدلی دی چې افغانان په خپلو کې سره یو موټي شي او هېچاه ته د دې اجازه ورنه‌کړي چې د افغانانو ترمنځ ستونزې راپورته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر پوهنتون ریيس او یوشمېر نورو دیني عالمانو د غويي ۸ نېټې په تړاو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دغه ورځ باید په ټول هېواد کې هرکال په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي او ولس ته د ازادۍ  او خپلواکۍ ارزښت په اړه پراخ پوهاوی وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام