Asset 1SWN

د لوګر والي: راتلونکی کال به د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي

-۰-۰-==

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د نوي ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.

د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني پل‌علم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولانو سره په یوه ناسته کې وویل، د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مدني زیاته کړه، د ولسوالیو محاکمو لپاره ودانۍ به د یوه کال په ترڅ کې د ا.ا د پراختیایي بودیجې څخه جوړې شي چې د ولسوالي په کچه به د یوې محکمې ټولې اداري اړتیا به بشپړې کړي.

هغه وویل: «لوګر په ډېری ولسوالیو کې محکمې اداري ودانۍ نه‌لري او کارکوونکي یې له پراخو ستونزو سره مخ دي، د اسلامي امارت رهبري تازه حکم کړی ده چې په راتلوونکي یوه کال کې د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې کړي.»

نوموړي همداراز وویل چې د ولسوالیو محاکمو ودانیو جوړیدو لپاره یې عدليې، ښارجوړونې، کرنې او ښاروالي ریاستونو او یوشمېر مسلکي انجنیرانو ته دنده سپارلې، څو یادو محاکمو ته په ولسوالیو کې معیاري ودانۍ جوړې کړي.

لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې د اسلامي امارت له لوري د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړیږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې اوس د لوګر په لرو پرتو ولسوالیو کې محکمې هیڅ جلا ودانۍ نه لري او دوي د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ له اداري ودانیو مراجعینو ته خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام