زابل کې له ۵۰ فارمونو هره میاشت ۳۰۰زره غوښن چرګان تولیدېږي

په زابل کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د چرکانو ۵۰فارمونه شتون لري چې هر فارم په څه باندې یوه میاشت کې ۶۰۰۰ زره غوښن چرګان تولیدوي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عطاء‌الله راشد سلام‌وطندار ته وايي چې تولید شوي چرګان د زابل ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

شنونکي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د دواړو هېوادونو په زیان دي

پر خوست او پکتیکا د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو وروسته تېره ورځ دوشنبه، کب ۲۸مه د پاکستان او د افغانستان امنیتي ځواکونو ترمنځ یو ‌ځل بیا سخته نښته شوې. د دغه برید په غبرګون کې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړل.

اسټرالیا له افغانستان سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وځنډوله

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، مارچ ۱۹مه اعلان کړی چې افغانستان کې د «ښځو او نجونو بشري حقونو وضعیت خرابوالي» له امله یې د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ځنډولې وه. د یاد هېواد کرېکټ بورډ ویلي چې له حکومت سره تر مشورې وروسته یې دغه پرېکړه کړې.

د لوګر والي: راتلونکی کال به د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د نوي ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.

د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني پل‌علم کې د مرکز پل علم او ولسوالیو د محاکمو له مسوولانو سره په یوه ناسته کې وویل، د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړېږي.

د کابینې غونډه؛ د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره ټرافیکو ته وسایل ورکول کېږي

ارګ‌ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ا.ا د کابینې غونډه چې دوشنبه، کب ۲۸مه د محمدحسن اخند په مشري جوړه شوې وه، په‌کې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي او د موټرو سرعت کنټرولو په موخه ټرافیک پولیسو ته د اړینو وسایلو چمتو کولو په اړه د یوې طرحې پر جوړېدو خبرې شوې دي.

لوګر کې پر ۷۵۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري څرخ ولسوالي کې پر سلګونه بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول. مرسته شویو توکو کې ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۱۰ کېلو ګرامه غوړي، ۶کیلو ګرامه دال، ۳کیلو ګرامه د ماشومانو سوپر سرېلاک او همدارنګه ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه شامل دي.