Asset 1SWN

لوګر کې پر ۷۵۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

---------------ج۹

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په څرخ ولسوالي کې پر سلګونه بې‌وزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته  وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري څرخ ولسوالي کې پر ۷۵۰ بې‌وزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نائب‌خېل زیاته کړه، په مرسته شویو توکو کې ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۱۰ کېلو ګرامه غوړي، ۶کیلو ګرامه دال، ۳کیلو ګرامه د ماشومانو سوپر سرېلاک او همدارنګه ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه شامل دي.

څرخ ولسوالي کې اړې او بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري ورسره د خوراکي‌ توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې شوې مرستې په دوامداره توګه په اړو او بې‌وزله کورنیو ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د یو‌شمېر بنسټونو له لوري پر اړمنو او بې‌وزله کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام