Asset 1SWN

لوګر کې زرګونه څاروي د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

vlcsnap-2024-03-03-19h58m39s707

 د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د پرله‌پسې واورې اورښت، سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله زرګونه څاروي د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ شوي دي.

د دغه ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو له امله په مرکز پل‌علم، محمداغې، خوښۍ، بره کي برک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۵ زره لوي او واړه څاروي د له‌منځه تلو له خطر سره مخامخ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، «دغه څاروي چې غواګانې، اسونه، مېږې، او وزې پکې شاملې دي د ورستیو پرلپسې واورو اورښت، سړې هوا، او د څارویو خوراکي توکو کمښت له امله د له مېنځه تلو په حال کې دي.»

د هغه په وینا، د وروستیو اورښتونو له امله شاوخوا سل لوي او واړه څاروي د سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله وژل شوي هم دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د لوګر څارویو ستونزه یې له کرنې او مالدارۍ وزارت او یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره هم شریکې کړې ده، خو تراوسه پورې له مالدارو سره هیڅ ډول مرسته نده شوې.

د خوښۍ ولسوالي د «دوبندي» سیمې یوه مالدار نعمت الله سلام وطندار راډيو ته وویل، « دښتې او غرونه په واورو پوښلي دي او د څارویو څومره خوراکه مو چې درلودله ټوله تمامه شوې ده او څاروي مو سخت له لوږې سره مخامخ دي.»

نوموړي پر کرنې او مالدارۍ وزارت او نړیوالو مؤسساتو غږ وکړ چې لوګر کې مالدارو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د وروستیو  واورو اوروښت له امله نه یوازې لوګر کې څاروي وژل شوي او یا د مرګ له خطر سره مخامخ دي، بلکې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د واورو اورښت او سړې هوار له امله سلګونه لوي او واړه څاروي وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام