Asset 1SWN

عبدالکبیر د ا.ا مخالفانو ته: له مخالفت لاس واخلئ او وطن ته راشئ

۰۹۰۹۰

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د ا.ا مخالفان دې له خپل مخالفت لاس واخلي او هېواد ته دې راشي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، غويي ۱۸مه پروان کې د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي خپلو خبرو کې ویلي چې د جمهوریت له لوړو پوځي چارواکو سره یې لیدلي او بښنه ورته شوې او په وینا یې، مخالفان دې هم وطن ته راشي.

نوموړي خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او د مخکیني حکومت شاوخوا ۵۰۰زره کارکوونکي خپلې دندې مخته وړي.

عبدالکبیر همداراز د رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې سره وویل چې اوسنی حکومت په رسمیت پېژندل شوی، خو په وینا یې، نړۍ یوازې په الفاظ د رسمیت پېژندنې اعلان نه‌دی کړی.

مولوي عبدالکبیر همداراز ټينګار وکړ چې دا مهال نړۍ کې د سرپرست حکومت ۳۸ سیاسي استازولي فعالې دي او کابل کې هم د ګڼ‌شمېر هېوادونو سفارت‌خونې فعالیت لري.

بل‌خوا دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي چې د امارت رسمیت پېژندنې ته لاوخته دی او په وینا یې، ډېر ژر به یې نړۍ په رسمیت وپېژني.

د نوموړي په وینا، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه پر دې سلا او مشور بوخت دي، څو «امارت» په رسمیت وپېژني.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي وویل: «د امارت په رسمیت پېژندل لاوخته دی، موږ حوصله کوو، نړۍ به مو ژر په رسمیت وپېژني. لویې ودانیزې پروژې تر لاس لاندې دي.»

یاده غونډه کې لوړو پوړو چارواکو او د پروان زرګونه اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام