که څه هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه وخت ناوخت یوشمېر هېوادونه اندېښنې څرګندونوي، خو د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې وسلهوالې ډلې یې لهمنځه وړي دي.
د رییسالوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر کابل کې د ننګرهار ولایت یوشمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان کې د داعش ډله له منځه تللې.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې: «شینواري ولسونه د ننګرهار د نورو اوسېدونکو په څېر په تېر کې د داعش فتنه ګرې ډلې قربانیان وو، خو له نېکه مرغه، چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري دغه ډله لمنځه تللې او د ننګرهار ولسونه یې له شره ژغورل شوي.»
د روان کال د فبرورۍ پر ۲۷مه د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه د سیمې لپاره ستر ګواښ بللی و او ادعا یې وکړه چې دغې ډلې افغانستان کې د خپلو غړو شمېر ۱۵سلنه زیات کړی دی.
خو د دغو اندېښنو پر دوام د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي و چې افغانستان کې د داعش حضور تر یو سلنې کم شوی او دغې ډلې د جنګیالیو د جذب توان هم له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان د داعش ګواښونو سره په مبارزه کې د اسلامي امارت پر جديت ټینګار کوي.
د سیاسي او نظامي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی سلاموطندار ته وايي: «موږ داعش افغانستان او سیمې ته ستر ګواښ ګڼو، خو دا چې افغانستان کې قطعنآ داعش شون نهلري، زه ورسره موافق نهیم.»
یوشمېر نور کارپوهان بیا سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د هېوادونو پر چلن او لید لوري نیوکه کوي.
د دوی په وینا، یوشمېر هېوادونه د تروریستي ګواښونو او د داعش په څېر ډلو د فعالیتونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره غواړي له دغو ډلو څخه د خپلو سیاسي او امنیتي ګټو د تحقق لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
د پوځي او امنیتي چارو کارپوه طاهر یرغل وویل: «د داعش په څېر ډلې هېوادونو پورې تړلې دي. اوس هم د لوېدیځ او سیمې هېوادونو استخباراتو له لوري د داعش په اړه تبلیغات کېږي.»
دې وروستیو کې افغانستان کې د داعش ډلې لهخوا کومه جدي حمله نه ده شوې؛ او اسلامي امارت په وار وار ویلي، له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته او امنیت هم تامین دی.