Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن ډیلي د راجستان کوربه دی

1cac9463-dbdb-4ac0-9b25-b0919521945e

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د یاد لیګ په ۵۶لوبه کې راجستان رویالز لوبډله له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، مې اوومه، د هند د ډیلي په «ارون جاېټلې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دیلي کپېټلز لوبډله داسې مهال د راجستان رویالز کوربه‌توب کوي چې دې لوبډلې له دې وړاندې په کړیو یوولس لوبو کې پنځه ګټلي او شپږ یې بایللې دي.

یاده لوبډله د روان لیګ د سیالیو جدول په شپږم ځای کې شتون لري. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب هم تازه له دې لوبډلې سره یوځای شوی دی.

نایب د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي مېچل مارش چې له دې لوبډلې سره لوبېده، د ټپ له امله یاده لوبډله پرېښي او پرځای یې ګلبدین نایب ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

بل‌خوا راجستان رویالز چې د سیالیو جدول په دویم ځای کې شتون لري، له کړیو لسو لوبو اته ګټلي او دوه یې بایللې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې درې ځلې راجستان او دوه ځلې ډیلي بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ممبی انډیینز په خپل کوربه‌توب پیاوړې لوبډلې سنرایزرز حیدراباد ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام