Asset 1SWN

د ملګروملتونو یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې لپاره کابل ته راغلی

GM-oI0OWEAA6IJW

افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر «یوناما» سلام‌وطندار ته په یوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ملګروملتونو په مالي او اداري  چارو کې د مشورتي کمېټې یو پلاوی د یوناما چارو ارزونې په موخه کابل ته راغلی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي: «د اداري او بودیجوي مسایلو په تړاو د ملګروملتونو عمومي مجمع مشورتي کمېټې پلاوی  «ACABQ» افغانستان کې دی، څو دغه هېواد کې د یوناما کارونه ارزیابي کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه، غويي ۱۹مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي له یاد پلاوي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې لیدنه کې په ملګروملتونو د افغانستان استازولۍ، د بشري مرستو او افغانستان کې د پراختیايي پروژو ملاتړ په تړاو بحث او خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «مرستې په داسې ډول ولګول شي چې خلکو ته کار پیدا شي، داخلي تولیدات او صنعت وده وکړي او م.م. خپلې اړتیاوې له افغان بازارونو څخه پوره کړي ترڅو د افغانستان د خصوصي سکټور حمایت وشي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې افغانستان سره د نړۍ د همکاریو او همغږۍ فضا رامنځته‌کول او پر سیمه یې اغېزې، له بشرحقونو ملاتړ، روغتیا او زده‌کړو ته د خلکو د لاسرسي زمینې برابرول، د یوناما له بنسټ‌ییزو دندو څخه شمېرل کېږي.

د دوی په وینا، یوناما د وروستیو کلونو پرمهال پر دې نه‌ده بریالۍ شوې چې خپلې دندې په سمه توګه پرمخ بوځي.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس اشفته وویل: «د یوناما ماموریت دنده لري چې افغانستان کې ښځو ته د زده‌کړو او کار کولو زمینه برابره کړي او له بشرحقونو ملاتړ یې دندې دي چې تراوسه یې په سمه توګه نه‌دي ترسره کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما په ۲۰۰۲کال کې د امنیت شورا د ۱۴۰۱لومړي پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام