د خیبرپښتونخوا ایالت په لکيمروت سیمه کې چاودنې د دوو پولیسو په ګډون ۷ کسان وژلي.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ راپور ورکړی چې چاودنه کې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د چاودنې رامنځ ته کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې چاودنه کې څو دوکانونه او ځینې موټر هم زیانمن شوي.
دا داسې مهال دی چې د شنبې په شپه هم د خیبرپښتونخوا ایالت په «بنو» کې د پولیسو په پوستې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس سرتیري وژل شوي وو.