د نرسانو نړیواله ورځ؛ «معاشونه دومره نه‌دي، یوازې ژوند چلوو»

د نرسانو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د کابل په روغتونونو کې یوشمېر نرسان د نرسنګ د پرسونل له کمښت، اقتصادي ستونزو او کاري محدودیتونو اندېښنه لري.

دوی وایي، په ځینو روغتونونو کې د نرسانو کمښت د دې لامل شوی چې ناروغان پر وخت روغتیايي پاملرنه او درملنه ترلاسه نه‌کړي.

تاتارستان ته د اسلامي امارت پلاوي سفر؛ کارپوهان یې د اړیکو لپاره مهم فرصت بولي

د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د روسیې د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته تللی، څو د «روسیې او اسلامي نړۍ» په ۱۷م نړیوال فورم کې ګډون وکړي. شنونکي وايي، د کازان په څېر ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور کولی شي، د افغانستان وړتیاوې او اړتیاوې په ښه توګه تر نړیوالو ورسوي.

پاکستان: د ایران الوتکو ته مو ځای نه‌دی ورکړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه رسنيز راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلام‌اباد د ایران پوځي الوتکو ته د راولپنډۍ نږدې د نورخان هوايي اډې کې ځای ورکړی او د امریکا له احتمالي بریدونو یې «ساتنه» کوي.

دغه وزارت ویلي چې دا ډول راپورونه «ګمراه‌کوونکي او د واقعیتونو څخه لرې» دي او هدف یې د سیمه‌ییز ثبات او سولې روانې هڅې زیانمنول دي.

ایران: که برید وشي، ۹۰سلنه یورانیم به غني کړو

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمېسیون ویاند ابراهیم رضایي وايي، که پر دغه هېاد یوځل بیا د امریکا او اسراییلو له لوري برید وشي، د تهران له احتمالي ځوابونو څخه یو به د یورانیم تر ۹۰سلنې غني کول وي.

اسراییل اوربند راهیسې لبنان کې تر ۱۱۰۰ زیات هدفونه په نښه کړي

د اسراییل پوځ ویلي چې له اوربند راهیسې یې لبنان کې د حزب‌الله له ۱۱۰۰ څخه په زیاتو هدفونو بریدونه کړي.

د اسراییل پوځ ادعا کړې چې دغو هوايي بریدونو کې د حزب الله شاوخوا ۳۵۰ غړي وژل شوي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه راپور ورکړی چې د اسراییل جنګي الوتکو لبنان کې د حزب‌الله د وسلو ډیپوګانې او نورې زیربناوې هم ویجاړې کړي.

ملګري ملتونه: ۱۳.۸ میلیون افغانان د خوړو شدید کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، دامهال افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیون خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره نن سه‌شنبه د ثور ۲۲ / مې ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان کې د لوږې کچه مخ په لوړېدو ده چې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي.

د متقي او د چین استازي لیدنه؛ د ارومچي خبرو پر دوام ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییز امنیت او د ارومچي خبرو د پرمختګ په اړه بحث کړی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د چین ځانګړي استازي د ارومچي خبرو بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله.