لغمان کې د کرنې ترڅنګ سلګونه بزګران د نیالګیو په روزنه بوخت دي چې له دې لارې نه یوازې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، بلکې تولیدات یې نورو ولایتونو ته هم رسېږي.

دغه بزګران وايي، د نیالګیو پیوند او قلمې لګول په کرنه کې له مهمو او اغېزمنو لارو شمېرل کېږي چې له همدې لارې په ګټه اخیستو، د مېوو او نورو نباتاتو اصلاح شوي او قوي نیالګي ترلاسه کوي.

دوی وویل، د قلمې او پیوند له لارې دا نیالګي ژر وده کوي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري او په لنډ وخت کې ښه حاصل ورکوي.

د هغوی په وینا، پیوند شوي نیالګي د عادي تخمونو په پرتله ژر حاصل ته رسېږي او هغه ونې چې له تخم څخه کرل کېږي، ښايي څو کاله وروسته مېوه ورکړي، خو پیوند شوې ونې په لږ وخت کې مېوه نیسي.

همدارنګه، د قلمو له لارې تکثیر شوي نباتات د اصلي نبات ځانګړنې ساتي چې د بازار لپاره باکیفیته محصولات برابروي.

بزګر نعمت‌الله  او ګل‌احمد چې د لغمان مرکز اړوند چهاردهي سیمه کې یې په خپله ځمکه زرګونه قلمه پیوند شوي نیالګيو کینولي وایي چې د سبزیجاتو په پرتله له دې برخې زیاته ګټه ترلاسه کوي.

«مونږ په خپله ځمکه ۹زره قلمې او پوند نیالګي کرلي او دا تقریباً یو کال کې بیا حاصل ته رسیږي، تکلیف یې زیات دی، کار غواړي، خو بیا یې ګټه هم ښه ده. اوس مونږ دلته انارو قلمې لګوو د انځرو قلمې لګوو او ورسره څنګ کې د انګورو، د بهیانو او سنځلو قلمې هم لګوو، بیا د بادام، زردالو، شفتالو او الوچې ګیلاس او املوکو تخمونه کرو او د پیوند لپاره یې بیا د زراعت ریاست څخه تربیه شوي پیوندونه راوړو او د ژمي رارسیدو سره یې بیا بازار ته عرضه کوو او ورسره نور زینتي بوټي او ګلان بیا قلمې لګوو او ښه حاصل ورکوي، ګټه یې له ترکاري او نورو حاصلاتو څخه زیاته ده.»

«قلمې او پیوند نیالګي زر رسیږي او تخم بیا وخت زیات نیسي، وخت اخلي او هغه بیا ګټه نکوي. اوس مونږ هر رقم نیالګي پوند کړي او د نیالګیو سیزن کې بیا خلک زیات پوند نیالګي اخلي، ځکه ژر حاصل ورکوي، د املوکو، انځرو او انارو پیوندونه مو اوس کړي او د نورو نیالګیو مو بیا قلمې کرلي.»

ورته مهال د کرنې برخې کارپوهان وایي، پیوند او قلمې لګول نه یوازې د نباتاتو کیفیت ښه کوي، بلکې د بزګرانو لګښتونه هم راکموي او دوی ته له اقتصادي پلوه اغیزمن تمامیږي.

د کرنیزو چارو کارپوه کامران رسولي په دې اړه زیاتوي: «د پیوند او قلمو لګولو طریقې د بزګرانو لپاره اقتصادي ګټه لري، ځکه د لوړ کیفیت او ژر حاصل ورکوونکو نیالګیو تولید ته لاره هواروي. پیوند شوې ونې اکثره ژر حاصل ته رسېږي او د بازار غوښتنې سره سم، میوه ورکوي. قلمې بیا د لږ لګښت له لارې د ډېرو نیالګیو د تولید امکان برابروي، چې د بڼ پراختیا لپاره مهمه ده.»

بل لور ته د لغمان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې لغمان کې نږدې یو میلیون زینتي او میوه‌لرونکي نیالګي د تخم،  پیوند او قلمې لارې کرل شوي چې بزګران ترې په کافي اندازه عاید ترلاسه کوي.

دوی وایي چې د کرنې ریاست له بزګرانو سره په فني برخه او د وسایلو او سرې په برخه کې همکاري کوي.

د کرنې ریاست ویاند سردار زیار سلام‌وطندار ته وویل: «دغه ولایت کې شاوخوا یو میلیون څخه زیات پیوندونه او قلمې کرل شوي، د شخصي قوریه دارانو سره د کرنې ریاست تخنکي مشورې شوي او د بریالي پیوند لګولو، مناسب نیله بوټو او پیوندي څانکو په برخه کې او همدارنګه د غوره قلمې په اخیستلو کې له قوریه دارانو سره مشورې شوي او په دې برخه کې ورته روزنه ورکړل شوې.»

د کرنې برخې متخصصان په دې باور دي که چیرې د قلمو او پیوند له لارې نیالګي وکرل شي، نه دا چې ژر حاصل ته رسیږي، بلکه د بزګرانو لپاره د عاید زیاتوالي، د وخت سپما او د محصول د کیفیت لوړولو لپاره هم مهم رول لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام