د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د روسیې د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته تللی، څو د «روسیې او اسلامي نړۍ» په ۱۷م نړیوال فورم کې ګډون وکړي.
په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د بېلابېلو وزارتونو استازي شامل دي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي سلاموطندار ته وویل، د سږنۍ ناستې سرلیک «روسیه او اسلامي نړۍ» ټاکل شوی چې د افغانستان له لوري تللی پلاوی به د عمومي ناستې تر پیل وړاندې د روسیې فدراسیون په غوښتنه، د اسلامي امارت او روسیې تر منځ د مشترک اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړنۍ ناسته کې هم ګډون کې وکړي.
«په یاد پلاوي کې د اقتصاد، مالیې، ټولګټو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، د صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، د اوبو او انرژۍ، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت استازي او په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر شامل دي. د کازان بحث په څنډه کې به د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د مشترک اقتصادي او تجارتي کمیسیون لومړنۍ ناسته هم وشي.»
د کازان فورم دغه غونډه چهارشنبه د مې میاشتې په ۱۳ مه پیلېږي چې دوه ورځې به دوام ولري.
د بحثونو مهم مسایل اسلامي بانکداري او اسلامي مالي نظام، پانګونه او نړیوال تجارت، صنعتي پراختیا، ترانسپورټ او لوژستیکي دهلېزونه، انرژي او د ګازو همکاري، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نوې ټکنالوژي، کرنه او خوراکي خوندیتوب، کلتوري او بشري اړیکې، سیاحت او تعلیمي همکاري، د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک مشارکت، د نړیوالو بندیزونو او سیمهییزو بحرانونو اقتصادي اغېزې او د اوراسیا او منځنۍ اسیا د ترانزیټي دهلېزونو پراختیا یاد شوي.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د کازان په څېر نړیوالو او سیمهییزو ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور کولی شي، د افغانستان وړتیاوې او اړتیاوې په ښه توګه تر نړیوالو ورسوي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه ډاکټر عبدالصادق حمیدزوي په دې اړه وايي: «اسلامي امارت په منطقه کې هر هغه که اقتصادي او سیاسي فرصت دی، ښه یې مدیریت کړی او هڅه کوي چې د افغانستان نښلون، اقتصادي ثبات په داسې شکل رامنځته کړي چې هغه پایداره او دوامداره واوسي. تاتارستان یا نورو فورمونو کې ناسته، ونډه لرل او هلته د افغانستان وړتیا او اړتیا انعکاس کول دا په خپله د افغانستان په سیاسي او اقتصادي تصویر باندې خاص تاثیرات لري.»
همداشان د اقتصادي او زدهکړو چارو شنونکي بیا هیله لري چې دغه سفر د محصلانو لپاره د بورسیو ترلاسه کولو، د زدهکړییز بهیر د کیفیت لوړولو او کرنیزو او کاني برخو کې د کادرونو روزلو ته د پاملرنې جلبولو لامل شي.
د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکی جنت فهیم چکړي وویل: «د تعلیم او تحصیل په برخه کې ښه پرمختګ ولري، د پوهنتونونو استادان دلته را وغواړي، له دې ځایه محصلان هلته لاړ شي، خصوصا د PHD په برخه کې مونږ او تاسې ډېر وروسته پاتې یو چې اکثره متخصصین نه لرو که لوړو زدهکړو وزارت دغې ته پاملرنه وکړي. امید لرم که مونږ تخصصي خوا ته لاړ شو، د علمي رشد خوا ته لاړ شو خصوصا د فن آوري او ټکنالوژي په برخو کې چې څومره پرمختګ وکړو، دغسې د کانونو او کرنې په برخو کې څومره پرمختګ وکړو، د صنعت او تجارت په برخه کې چې څومره پرمختګ وکړو، کادرونه ولرو نو بیا مونږ ډېر پرمخ تللی شو.»
د یادونې ده چې سږکال د کازان فورم غونډه کې د ۹۳ هېوادونو استازي ګډون کوي چې تر ډېره به يې د نورو بحثونو ترڅنګ اصلي تمرکز د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې، تحصیلي او سیاسي همکاریو وي.


