اسراییل تېره شپه او نن سهار وختي د لبنان په سویل د اوسېدو په یوه کور او د المنصوري او مجدال زون ښارونو په څنډو بریدونه کړي چې مرګژوبله یې اړولې.
د لبنان ملي خبري اژانس نن سهشنبه راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو دغو تازه هوايي بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت تېره ورځ هم یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د مارچ له دویمې راهیسې چې اسراییلي ځواکونو پوځي عملیات پیل کړي، په ټول لبنان کې ۲ زره او ۸۴۶ کسان وژل شوي.
سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان حزبالله او اسراییل ترمنځ د تېرې اپرېل میاشتې په ۱۶مه اوربند وشو، خو بریدونه دوام لري او لا زیات شوي.
د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسراییل بریدونو له امله بیا تر ۱.۲ میلیون ډېر لبنانیان بېځایه شوي دي.