د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې په لبنان کې د اوربند له اعلان وروسته هم بشري وضعیت لاهم ډېر خراب او بېثباته پاتې دی.
د یاد دفتر په وینا، ملکي وګړي د دوامداره بریدونو او ناامنۍ له امله لا هم زیان ویني او ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې په لبنان کې له دوه زره او اووه سوه څخه زیات کسان وژل شوي دي.
د ملګروملتونو اړوند ادارو خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به د بشري ناورین کچه لا نوره هم لوړه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپورونه ښيي چې اسراییلو د اوربند له نافذېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د بیروت سوېلي سیمې هم په نښه کړې دي. ویل کېږي، په تازه بریدونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
کارپوهان وايي، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په لبنان کې به د بېځایه شویو خلکو شمېر نور هم زیات شي او د خوراکي توکو، درملو او سرپناه ستونزې به پراخې شي.
نړیوالې مرستندویې ادارې د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کوي، څو د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.