Asset 1SWN

لبنان کې  د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی او ۹ ټپیان دي

اسراییلي سرتیرو ته مرګژوبله

د اسراییلو پوځ وايي چې یو سرتېری یې د لبنان په سوېل کې د نښتو پرمهال وژل شوی دی. د پوځ د معلوماتو له مخې، په همدې پېښه کې نهه نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د ټپیانو له ډلې یو تن په ډېر نازک حالت کې دی، څلور سرتېري په منځني حالت کې او پاتې څلور نور لږ ټپیان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور پر بنسټ، په تېرو شپږو اوونیو کې لږترلږه ۱۵ اسراییلي سرتېري په لبنان کې وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لاهم ترینګلی دی او د نښتو د پراخېدو اندېښنې شتون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام