Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: روان کال ۴.۲ میلیون افغانان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري

سرپنا

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام «یو ان هبیتات» وايي، په روان ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیون افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.

دغه سازمان نن دوشنبه د حمل ۳۱ / اپرېل ۲۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې نړیوال د اذربایجان باکو ښار کې د مسکن په اړه د خبرو په حال کې دي، خو د افغان کورنیو لپاره دغه اړتیا بېړنۍ ده.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې دا اوس باید د ټولو لپاره د مناسب کور د تضمین لپاره اقدام وشي.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو، روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیون او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، دغه اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د یاد دفتر په وینا، دې وروستیو کلونو کې سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ د زرګونو کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام