Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په ۱۰میلیونه افغانیو د پایپونو تولیدي کارخونه فعاله شوه

12b0ccec-62e3-4191-b652-4dfd342ef049

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د پایپونو یوه تولیدي کارخونه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې خپل فعالیت پیل کړ چې د سیمه‌ییزو چارواکو او صنعت‌کارانو په باور به د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا او د کارموندنې په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

دغه شرکت د لوګر د یوه اوسېدونکي حاجي غلام محمد له لوري جوړ شوی او د نیم‌اینچ څخه تر ۵ اینچ پورې پایپونه تولیدوي.

د شرکت مسوول حاجي غلام محمد سلام‌وطندار ته وویل چې د دې کارخونې په جوړېدو سره شاوخوا ۴۵ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

د نوموړي په وینا، د کارخونې تولیدات د لویو او ژورو څاه‌ګانو لپاره په لوړ کیفیت سره د وارداتي او کورنیو موادو څخه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې معیاري او باکیفیته تولیدات بازار ته وړاندې کړي، څو د هېوادوالو اړتیاوې پوره او د بهرنیو توکو واردات راکم شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې د یاد تولیدي شرکت دوه تنه کارکوونکي هم ډاډ ورکوي، چې د خلکو اړتیاوو ته په کتو د لوړ کیفیت پایپونه تولیدوي.

 دوی له سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه زیاته کړي، څو هم کورني تولیدات پیاوړي شي او هم خلکو ته د کار زیات فرصتونه رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په لوګر ولایت کې شاوخوا ۸۵ تولیدي فابریکې او شرکتونه فعالیت لري، چې په بېلابېلو برخو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي تولیدوي او تر ډېره یې د وارداتو کچه راکمه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام