د امریکا د دموکرات ګوند غړې او د مخکیني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کامالا هرېس ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د هغې جګړې پیل کړی چې «امریکايي ولس یې نه غواړي» او ویلي یې دي چې هغه د بنیامین نتنیاهو په هڅونه جګړې ته ور داخل شوی دی.
هریس دغه څرګندونې د ډیموکرات ګوند د تمویل په یوه غونډه کې د ډیټرایټ په ښار کې وکړې او زیاته یې کړه چې د ټرمپ پالیسیو امریکايي سرتېري له خطر سره مخ کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، نتنیاهو دا ادعا رد کړې او په یوې خبري غونډه کې یې ویلي: «ایا څوک رښتیا هم باور کوي چې څوک کولی شي ولسمشر ټرمپ ته ووایي څه وکړي؟»
پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونو په متحده ایالتو کې د سیاستوالو ګڼې ناندرۍ راولاړې کړي او د یادې جګړې د ژر تر ژره درولو لپاره لاریونونه هم شوي دي.