Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ښايي پاکستان ته سفر وکړم

ډونالډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کېدای شي له ايران سره د يوې هوکړې د نهايي کولو لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د فاکس نيوز د راپور له مخې، ټرمپ د پاکستان د مشرتابه ستاينه کړې او ويلي يې دي چې که دغه تړون په اسلام‌اباد کې لاسليک شي، نو امکان لري چې هغه دغه هېواد ته سفر وکړي.

ټرمپ ويلي: «عاصم منير فوق‌العاده و. د پاکستان لومړی وزير هم رښتيا ډېر ښه دی، نو کېدای شي زه لاړ شم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې مخکې رویټرز راپور ورکړی و چې امريکا او ايران له څو اوونيو خبرو اترو وروسته، د يوې هر اړخيزې هوکړې د ترلاسه کولو له هڅو تېر شوي دي.

د راپور له مخې، اوس امريکا او ايران غواړي يو موقتي تفاهم‌ليک چمتو کړي، څو د شخړو د بياپيل مخه ونيسي.

تر اوسه امريکا او ايران د شخړو د پای ته رسولو لپاره وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي او پاکستان لاهم هڅه کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام