Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران څلور کسان اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور نیولي

1200x675_cmsv2_ff54014a-cdb1-5e75-9ffd-bd4f19828f7e-9309783

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد ځواکونو د دغه هېواد په شمالي ولایت ګیلان کې څلور کسان د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد سره د اړیکو په تور نیولي دي.

اېرنا دولتي خبري اژانس (IRNA) د راپور له مخې، دا کسان د سپاه‌پاسداران د استخباراتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او د موساد «استخباراتي کسانو» په توګه معرفي شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپور په وینا، نیول شوي کسان تورن دي چې د جګړې پرمهال یې د انټرنېټ له لارې د ایران د حساسو پوځي او امنیتي سیمو انځورونه او موقعیتونه د اسراییلي استخباراتو ادارې ته استولي دي.

ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي او دا تورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام