د لبنان حزبالله ډله وايي چې د اسراییلو د پوځ ځینې پوستې یې د بېپيلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه کړې دي.
دغه ډلې په یوې خبرپاڼه کې چې د ټلګرام له لارې خپره شوې، ویلي، د شمالي ښار «نهاریا» په شاوخوا سیمو کې یې د اسراییلو د پوځ پر ضد دوه بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د اسراییلي پوځ د ۱۴۶ ډلې پورې اړوند یو لوژستیکي اډه هم د ډرونونو د یوې ډلې په وسیله هدف ګرځول شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حزبالله تیره ورځ هم اعلان کړی و چې د ۲۰ توغندیو په وسیله یې د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول شمالي برخو، بریدونه کړي دي.
د اسراییلو او حزبالله ترمنځ په دې وروستیو کې بریدنو زور اخیستی چې دواړه لوري پر یوه بل د سختو بریدونو خبرداري هم ورکوي. په دې لړ کې نړیوال بنسټونو بیا په نښتو کې د ملکیانو مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.