کابل کې د نسایي او ولادي برخې یوشمېر ډاکټران وایي چې له واده مخکې د طبي معایناتو نهکول او روغتیايي سپارښتنو ته نه پام، کولی شي جدي ستونزې له هغې ډلې نااومیندواري، د جنین ضایع کېدل او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کړي.
دوی ټینګار کوي چې د واده مخکې د دواړو لورو لپاره د وینې ګروپ معلومول، هورموني ازموینې، د نارینهوو د سپرم ازموینه (اسپرموګرام)، د ښځې او سړي د تولیدي سیستم معاینات او د رحم روغتیا ارزونه ډېر اړین دي.
د دوی په خبره، دا معاینات نه یوازې د خاوند او مېرمنې روغتیا تضمینوي، بلکې د راتلونکي ماشوم د روغتیا لپاره هم مهم رول لري.
عادله اچکزۍ چې د نسایي او ولادي متخصصه ډاکټره ده، وایي، جوړې باید د سالم ژوند او سالم ماشوم لپاره له واده مخکې اړینې معاینې وکړي.
هغې وویل: «د هلک لپاره باید اسپرموګرام وشي، څو د نارینه کمزوري معلومه شي، د نجلۍ لپاره هورموني معاینات ضروري دي، همدارنګه د وینې ګروپ او Rh فکتور معلومول ډېر مهم دي؛ که توپیر موجود وي، باید مخکې له مخکې مشوره ورکړل شي.»
په ورته وخت کې یوه بله ډاکټره سونیتا بهرام وایي چې د واده مخکې د معایناتو نه ترسره کول د ښځو د سقط او نابارورۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
د هغې په وینا: «د هورمونونو توازن او د رحم روغتیا ارزونه ډېر ارزښت لري؛ که هورموني تعادل ګډوډ وي، دا د شنډوالي، پرلهپسې سقطونو، د تخمدان کیست او حتی د پوستکي ستونزو لامل کېدای شي.»
ډاکټران زیاتوي چې د واده مخکې معاینات کولی شي د جنسي لېږدېدونکو ناروغیو ژر تشخیص، د جوړې فزیکي او رواني روغتیا ساتنه او د راتلونکو نسلونو لپاره د جنیټیکي ناروغیو مخنیوی یقیني کړي.
خو یوازې د متخصصینو خبرې نه دي؛ د کابل یوشمېر ښځې هم د خپلو تجربو له مخې د دې موضوع پر اهمیت ټینګار کوي. ۲۴کلنه نفیسه وایي چې له واده مخکې معایناتو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې تر لس کلونو وروسته حامله شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «اوس هم چې اومیندواره یم، په بستر یم؛ ۳۴ اونۍ مې پوره شوې، ډاکټران وایي چې ماشوم کمزوری دی او امکان لري چې له منځه ولاړ شي.»
۳۶کلنه مژګان وایي چې د روغتیايي سپارښتنو نه مراعتول یې د کورنۍ ژوند تر پاشلکېدو ورسېد. د هغې په وینا: «اومیندواره کېدلم نه؛ پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړم، خو نتیجه ورنه کړه. اووه کاله وروسته زما مېړه بله ښځه وکړه او بیا یې دوه کاله وروسته زه طلاقه کړم.»
همدارنګه ۲۹کلنه بصیره وایي چې د واده مخکې یې هېڅ ډول طبي معاینات نهوو کړي. «له واده وروسته دوه کاله امیندواره نه شوم او ډېر رواني فشار مې ګاله. وروسته معلومه شوه چې ستونزه د مېړه له اړخه وه.»
په همدې حال کې، دیني عالمان هم له واده مخکې معایناتو ته مثبت نظر لري. دیني عالم قطبالدین مجتهد وایي: «د حنفي فقه له مخې، د واده مخکې طبي مشورې او معاینات نه یوازې جایز دي، بلکې په ډېرو مواردو کې مستحب او اړین ګڼل کېږي، ځکه دا د روغتیا د ساتنې سبب ګرځي.»
سره له دې چې له واده مخکې معاینات ډېر مهم دي، خو په افغانستان کې لاهم د ناپوهۍ، اقتصادي ستونزو او روغتیايي مرکزونو ته د محدود لاسرسي له امله دا موضوع له پامه غورځول کېږي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، د روغتیايي خدمتونو لاسرسی پراخ شي او ځوانان وهڅول شي چې د خپل راتلونکي د خوندي کولو لپاره دا مهم ګام له پامه ونه غورځوي.