که څه هم اسلامي شریعت په لویو پرېکړو له هغې ډلې، واده برخه کې د کورنیو د غړیو ترمنځ پر مشورې او هوکړې ټينګار کړی، خو ډېری کورنۍ په دې برخه کې د مېندو نظر او یا هم رول له پامه غورځوي. د فقهي سرچینو پربنسټ، د نکاح ولایت پلار یا د کورنۍ یوه نارینه ته سپارل شوی، خو دا د مور یا مېندو د رول یا ونډې نفي کول نه‌‌دي.

حقوق‌پوه زبیر کریمي د اولادونو د وادونو برخه کې د مور پر مشورتي او اخلاقي نقش ټینګار کوي. «که څه هم د نکاح د سرپرستۍ رسمي حق پلار یا نارینه غړو ته ورکړل شوی، خو میندې د خپلو اولادونو په واده کې مهم مشورتي او اخلاقي رول لري او باید نظر یې واورېدل شي.»

په اسلامي شریعت کې د «شورا» اصل چې د قران د شوریٰ سورت په ۳۸ ایت کې یاد شوی، د پرېکړو په بهیر کې پر ګډې سلا مشورې ټینګار کوي. د حقوق‌پوهانو په وینا، دا اصل یوازې تر نارینه‌وو پورې محدود نه دی، بلکې د کورنۍ مهم غړي، لکه مور، هم پکې شاملېږي.

له همدې امله، حقوق‌پوهان باور لري چې که څه هم پلار د فقهي اصولو له مخې د نکاح د ولایت صلاحیت لري، خو د مور د رول بشپړ نادیده کول، د شریعت له روحیې او د متوازنې کورنۍ له اصولو سره سمون نه خوري.

حقوق‌پوه پرویز خلیلي په دې اړه وایي: «د کورنۍ پرېکړې باید د تفاهم پربنسټ وي، نه د تقابل. کله چې د واده په څېر مهمې پرېکړې کېږي، نو پلار، مور او خپله لور چې د کورنۍ اساسي غړي دي، باید په‌کې ونډه ولري. که مور په دې بهیر کې فعاله ونډه ولري، کولای شي د کورنۍ ثبات تضمین کړي. شریعت، قانون او عرف هغه ځایګی چې پلار ته ورکړی، د اسلامي ارزښتونو له مخې ورته اهمیت مور ته هم قایل دی.»

خلیلي همدارنګه زیاتوي چې له حقوقي اړخه، میندې یوازې د دې لپاره چې د هغوی مشوره له پامه غورځول شوې، نشي کولای شکایت ثبت کړي. خو که د اولاد اساسي حقوق تر پښو لاندې شي، نو مور حق لري عدلي بنسټونو ته مراجعه وکړي.

په دې مواردو کې د لور له رضایت پرته واده، جبري واده، او یا هم د قانوني عمر څخه مخکې نکاح شاملېږي چې د قانون له مخې د تعقیب وړ دي. «که نکاح د شریعت خلاف وي، یا له ټاکلي عمر مخکې او د بلوغ نه وړاندې وي، نو مور حق لري چې په محکمه او وروسته د استیناف په څارنوالۍ او نورو اړوندو مراجعو کې شکایت وکړي. په هغو نظامونو کې چې د شریعت او قانون چوکاټونه لري، ښځې کولای شي خپل حقونه وغواړي. په غیراسلامي هېوادونو کې دا د مساوات یو مهم اصل ګڼل کېږي. هغه څه چې پلار ته حق دی، مور ته هم ورته حق ورکړل شوی وي. خو په ډېرو هېوادونو کې د ښځې مشوره یوازې د اخلاقو په کچه منل کېږي، نه د قانوني حق په توګه.»

دیني عالمان هم د اولادونو د نکاح په اړه د مور د مشورې پر حق ټینګار کوي. دیني عالم شریف‌الله شریفي د فقهې د اصولو او ادله‌وو پربنسټ وايي چې ښځې د خپلو لوڼو د واده په پرېکړه کې د مشورې حق لري.

هغه زیاتوي: «مور د مشورې ورکولو حق په ښه ډول لري، خو د نکاح اصلي ولایت د پلار سره وي. د پلار یا ورور په موجودیت کې د نکاح صلاحیت هغوی ته ورسپارل شوی وي. زموږ اساسي استدلال د فقهې له کتابونو او د وهبة الزحیلي له نظرونو څخه اخیستل شوی، چې وایي مور د مشورې حق لري، خو د نکاح ورکولو صلاحیت پلار ته ځانګړی دی.»

وهبة الزحیلي، معاصر فقیه، په خپل کتاب «الفقه الاسلامي وادلته» کې د نکاح په تصمیم کې د کورنۍ پر رول ټینګار کړی او مشوره یې د سالم واده مهمه برخه بللې ده.

سره له دې ټینګارونو، ځینې میندې وایي چې په عملي ژوند کې نه یوازې د هغوی مشوره له پامه غورځول کېږي، بلکې کله ناکله د لوڼو رضا هم په بشپړ ډول نه مراعتېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


۴۰کلنه ګل‌افروز د غور ولایت اوسېدونکې او د اتو اولادونو مور ده. هغه وایي چې د خپلو درې لوڼو واده، د دې او د لوڼو له رضایت او مشورې پرته شوی دی.

هغه وایي: «زه چې د اتو اولادونو مور یم، درې لوڼې مې مې واده کړې دي، خو هېچا له ما نه د هغوی په اړه پوښتنه نه ده کړې. نه زما مشوره اخیستل شوې او نه د خپلو لوڼو. ټولې پرېکړې مې خاوند او د خاوند کورنۍ کوي. دا هر څه زما د نظر خلاف دي. که په کورنۍ کې مشوره او همغږي وي، د اولادونو راتلونکی به ښه وي.»

۴۰کلنه خدیجه، د غور ولایت یوه بله اوسېدونکې ده چې پنځه اولادونه لري، وایي چې د خپلې لور د واده په اړه پرېکړه د هغې د نظر خلاف شوې ده. «د خپلې لور د واده په اړه پرېکړه زما د غوښتنې خلاف وشوه او د خاوند کورنۍ یې پرېکړه کوونکې وه. دودونه او د کورنۍ فشارونه زما واک ډېر محدود کړی او ډېری پرېکړې د خاوند د کورنۍ له خوا کېږي.»

۳۵کلنه سهیلا چې د دې راپور له ګډونوالو څخه ده، وایي، کله چې له مېندو سره د اولادونو د واده په اړه مشوره نه کېږي او د هغوی د تصمیم حق ترې اخیستل کېږي، نو په راتلونکي کې مور د بې‌کفایتۍ په نوم یادېږي، او دا ډول چلند د خاوند او ښځې په اړیکه کې هم تکرارېږي.

هغه زیاتوي: «که ښځه په پرېکړو کې برخه ونه لري، ځان ډېر کمزوری احساسوي. کله چې اولادونه لوی شي، ګوري چې مور هېڅ صلاحیت نه لري، نو هغوی هم د مور خبره نه اوري. دا کار د یوې ښځې د کورني رول د کمزورتیا سبب ګرځي او وروسته همدا چلند د زوی له خوا خپلې مېرمنې ته تکرارېږي، چې هغه هم د تصمیم حق نه ورکوي.»

یاده دې وي چې د لوڼو د واده په تصمیم کې د مور د رول نادیده ګڼل، که څه هم په ځینو مواردو کې ښکاره قانوني سرغړونه نه بلل کېږي، خو د شریعت له روح، د کورنۍ د تفاهم له اصولو او د سالمې کورنۍ د جوړښت له معیارونو سره په ټکر کې ګڼل کېږي او کولای شي د کورنۍ بنسټونه کمزوري کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام