Asset 1SWN

سلام وطندار

د لارو بېرته پرانېسته؛ د نورستان دوو ولسوالیو ته خوراکي توکي استول شوي

WhatsApp Image 2026-04-16 at 11.10.29 AM

د نورستان محلي مسوولان وایي چې د لویدیځ نورستان ولسوالیو ته چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ځمکنۍ لارې د پاکستان سره د نښتو له امله بندې وې، تازه د دواړو لوریو د قومي مشرانو له لوري یاده لار پرانستل شوې او د خلکو تګ‌راتګ پیل شوی دی.

د لارې بندېدو له کبله د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ شوي وو.

د نورستان ولایت مقام ویاند فریدون صمیم وایي چې د کامديش او برګمټال ولسواليو ته یې ۳۰۰۰ بوجۍ غنم او نور خوراکي توکي انتفال کړي او همدارنګه د مرستندویه ادارو د سروې ډلګۍ هم رسېدلي دي.

هغه وویل: «د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ ته درې زره بوجۍ غنم رسیدلي دي مونږ خپلو ولشونو ته دا ډاډ ورکوو د نورستان والي له مرستندویه موسساتو او زیربطه ادارو سره خبرې کړي دي چې په نږدې ورځو کې به دوی ته نورې مرستې هم راورسږي.

په ورته مهال د کامدیش او برګمټال ولسواليو اوسېدونکي وایي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د لارې د بندوالي له امله له سختو د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ وو.

دوی وایي چې له دوه میاشتنۍ جګړې یې کورونه هم زیانمن شوي چې ځاني او مالي زیانونه یې ورته اړولي دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي.

د کامدیش ولسوالي اوسېدونکي ګلاب‌شاه وویل: «د کامدیش بر کلي کې مونږ له ډرو مشکلاتو سره وخت تیر کړ اوس تقریباً دوه میاشتې تیرې شوې حنګونه و لاره بنده وه تګ راتګ مشکل و مریضان راته پراته و اوس اوله ورځ ده چې راغلی یمه له موټر سره او موټر مې هم لګیدلی دی او له سخت مشکل سره مخ و.»

بل لورته بیا د کونړ د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ملکي کورونه او عامه تأسیسات په نښه کیدل او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کونړ د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري په دې ولسوالي کې کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لار تړل شوې وه چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.

د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکی عاشق‌الله وايي: «د روژې په لسمه جګړه پیل شوه او دا دوه میاشتې دلته جګړه وشوه مونږ او زمونږ کلیوالو ته یې ډیر مالي او ځاني زیان راواړوه زمونږ دوکانونه او ودانۍ یې دغه شان ورانې کړې ټول ملکي خلک په نښه کیدل له نظامیانو سره یې وس نه رسیده ټول یې ملکیان ویشتل ،ماشومان او زنانه دا یې په حق ورسول.»

د یادې ولسوالي بل اوسېدونکی نویداحمد وایي: «د روژې په لسمه جګړه پیل شوه او دا دوه میاشتې دلته جګړه وشوه مونږ او زمونږ کلیوالو ته یې ډیر مالي او ځاني زیان راواړوه زمونږ دوکانونه او ودانۍ یې دغه شان ورانې کړې ټول ملکي خلک په نښه کیدل له نظامیانو سره یې وس نه رسیده ټول یې ملکیان ویشتل ،ماشومان او زنانه دا یې په حق ورسول.»

د یادونې وړ ده چې د کامدیش او برګمټال لار د پاکستاني پوځیانو او همدارنګه د چترال د ارنوۍ سیمې لار د افغان ځواکونو له لوري تړل شوې وې چې د تیرې دوشنبې پر ورځ کامدیش او برګمټال ولسوالۍ قومي مشرانو د پاکستاني لوري له قومي مشرانو سره تر جرګې وروسته یاده لار د ولسونو پر مخ پرانیستل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام